د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف په انتخاباتو کې د ټګیو ضد احتجاجونه کړي دي


تحریک انصاف ادعا کوي چې انتخاباتي کمېشن یې ګټلې څوکۍ نورو ته ورکړې دي ـ پخوانی انځور.
تحریک انصاف ادعا کوي چې انتخاباتي کمېشن یې ګټلې څوکۍ نورو ته ورکړې دي ـ پخوانی انځور.

د تحريک انصاف ګوند پلويانو د پاکستان په زیاتره برخو کې په ټاکنو کې د درغليو ضد احتجاجي لاريونونه کړي دي.

ګوند د مارچ پر ۱۰مه پر اېکس د احتجاجې لاريونونو وېډیوګانې خپرې کړي دي چې پکې د ګوند غړي په انتخاباتو کې د درغلیو ضد شعارونه ورکوي.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور احتجاجې جلسي ته وينا وکړه او د ګوند زنداني رهبر عمران خان ملاتړ یې وښود.

د تحریک انصاف غړو او پلویانو د پنجاب په مرکز لاهور، فيصل اباد، راولپېنډۍ، رحيم يار خان، منډۍ بهاالدين، ټوبه ټېک سينګ او د سیند په مرکز کراچۍ او نورو سيمو کې احتجاجي لاریونونه کړي دي.

د احتجاج پرمهال پولیسو د ګوند ځينې غړي نيولي هم دي. په لاهور کې پوليسو د ګوند دوه مخکښان سلمان اکرم راجا او سردار لطيف کوسه ونیول.

تحريک انصاف دريځ لري چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده او انتخاباتي کمېشن یې د نوماندانو ګټلې څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکړې دي.

خو د انتخاباتو کمېشن او د پاکستان پخواني لنډمهالي په بیا بیا ویلي دي چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې او پکې له هېڅ ګوند سره ټګي نه ده شوې.

د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو سیاستوالانو ځکه په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې انتخاباتي کمېشن ورته په سم ډول د ګوندي انتخاباتو نه کولو له وجې انتخابي نښه ور نه کړه.

د هغه ګوند ملاتړ لرونکو په سږنیو انتخاباتو کې د قامی اسمبلۍ ۹۲، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۹۱ او د پنجاب اسمبلۍ ۱۰۷ څوکۍ ګټلې دي. هغه سیاستوالان وروسته د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت جوړولو او د ښځو او لږکیو ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شامل شول.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د درېیم ځل لپاره حکومت جوړ کړی دی. هغه ګوند د ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۸ز کال تر انتخاباتو وروسته هم په خیبر پښتونخوا کې پینځه، پینځه کاله حکومت کړی دی.

XS
SM
MD
LG