د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندی ليکوال او خبريال کلديپ نير ومړ


نومیالی هندی ليکوال او خبريال کلديپ نيرد ۹۵ کلونو په عمر
نومیالی هندی ليکوال او خبريال کلديپ نيرد ۹۵ کلونو په عمر

نومیالی هندی ليکوال او خبريال کلديپ نيرد ۹۵ کلونو په عمر په نوي دلي کې ومړ.

نوموړی په ۱۹۲۳ز کال کې د پاکستان د سيالکوټ په ښار کې زېږېدلی وو خو په ۱۹۴۷ز کال کې د هند تر وېش وروسته هندوستان ته کډه شو.

هندوستان ټايمز ليکي، کله په ۱۹۷۵ز کال کې اندرا ګاندي په هند کې اېمرجنسي يا بېړنی حالت اعلان کړ نو کلديپ نير هغه لومړی خبريال وو چې ددې ګام مخالفت وکړ او حکومت زندان ته واچولی.

د هند وزیراعظم نريندرا مودي د هغه په مرګ خپګان ښودلی او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې کلديپ نير د خپل وخت يو لوی دانشور وو.

هغه زياته کړې چې کلديپ نير به ډېرې سپينې خبرې کولې او بې له ډاره به ېي خپل نظر څرګنداوه.

نوموړی په برتانيا کې د هند سفير پاتې شوی او يو له هغو کسانو وو چې د پاکستان او هند ترمنځ تعلقاتو په ښه کولو کې تر مرګه پورې فعاله وو.

پښتون سياستوال افراسياب خټک د پاکستان او هند د اړيکو ښه کولو په بهیر کې څو ځلې له کلديب نير سره لیدلي.

په دې اړه مو له افراسياب خټک سره مرکه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG