د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي ایتلاف د وروستۍ بمبارۍ په اړه باید معتبرې او شفافې څېړنې وشي.
کانادا ویلي د خپلې هغه خبرې نه پرشا کېږي چې پکې یې په سعودي عرب کې د ټولو بندي شوو بشري حقونو د فعالانو خوشې کولو غوښتنه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر کړی.
د ایران د پارلېمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړی څو هغه د ملک د مخ په خرابیدونکي اقتصاد له وجې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د پارلېمان په وړاندې حاضر شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اټارني جنرل جیف سېشنز غږ کړی چې د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د روس او د هغه د کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه دې پلټنو ته په سم لاسي توګه د پای ټکی کېږدي.
فېسبوک وایي, دوی د داسې پېچلو هڅو مالومات کړي دي چې ممکنه ده له روس سره تړاو لري او مقصد یې د امریکا د نومبر په میاشت کې د کانګرېس له انتخاباتو د امریکا په سیاست کې نفوذ کول وي.
ایراني چارواکو د امریکایې ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر سره د لېدلو په وړاندېز سخت تنقید کړی او وییلي دي د داسې خبرو هېڅ قدر نشته او دا يې سپکاوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که له مخه شرطونه پکې نه وي نو دی به دې ته تیار وي چې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره وویني.
دا ګام د شهريت په اړه د هغې مسودې په رڼا کې اخيستل شوی چې داسې وېره پېدا کړې چې له مخې به زياتره بنګالي ژبي مسلمانان له هېواده و شړل شي.
امریکا د خپلې یوې رسمي تګلارې په ډاګه ولو کې د اوکراین ټاپووزمې له روسیې سره ګډول رد کړي دي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې پر مسکو سخت وقهرېد چې ”د جمهوري هېوادونو د ګډ نړیوال اصول بنسټونه یې کمزوري کړي دي.“
د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د زمري له لکۍ سره...
د انصاف نړیوال عدالت یا ای سي جې تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا خلاف پر دې هېواد د بندیزونو د بیرته لګولو له کبله قانوني شکایت درجکړی دې.
نور وښیئ