د رپوټونو له مخې د اګست په نهمه نېټه د یمن په شمال کې پر یوه مارکېټ د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په هوايي حمله کې ۲۹ ماشومان وژل شوي دي.
د یمن په شمالي ولایت، صعده کې په دې بمبار کې د ښوونځي د زده کونکو یو بس وویشتل شو چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل شول او زخمیان شول.
په ملګروملتونو کې د بریتانیا استازې او د امنیت شورا مشرې، کارن پیرس د اګست پر ۱۰مه د دې حملې په اړه وویل: " د امنیت شورا غړو په یمن کې د دې او نورو حملو په اړه چې په وروستیو کې شوې شدیده اندېښنه څرګنده کړه او د شفافو څېړنو غوښتنه يې وکړه.
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس تر دې مخکې د یوه چارواکي په حواله چې نوم يې نه دی اخیستل شوی، وویل چې د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف تیید کړی چې په یمن کې په عملیاتو کې د تېروتنو اوله نړیوالو قوانینو د سرغړونو د ادعاګانو په اړه څېړنې وکړي او سرغړونکو ته سزا ورکړي.