د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان: پاکستان کې ۸۸ لکه خلک په تور ژیړي اخته دي


د روغتیا نړیوال سازمان: پاکستان کې ۸۸ لکه خلک په تور ژیړي اخته دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:15 0:00

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي ۲۴۱ مېلیونه ده. په تېرو کلونو کې په نړۍ کې د هېپاټایټس د بي او سي قسمونو تر ټولو زیات رنځوران په مصر کې ول او هلته د ناروغۍ د خپرېدو مهم لامل په نامحفوظه ډول د ستنو (انجکشنو یا پیچکاریو) استعمال ښوول شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ډېری خلک د هغه رنځ په اړه پوهه نه لري او د ډاکترانو پر ځای اکثر کورني علاجونه کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG