هندۍ رسنۍ وايي، د پخواني وزیراعظم اټل بهاري واجپايي وروستي مراسم نن مازیګر د ډیلي پر وخت څلور بجې کېږي.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، حکومت د واجپايي د څلي جوړولو اعلان کړی خو لا یې ځای نه دی ټاکلی. هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د اګست پر ۱۶مه وویل، واجپايي په ۹۳ کلنۍ کې ومړ.
واجپايي له ۱۹۹۶ز کاله تر ۲۰۰۴ پورې درې ځلې د هند وزیراعظم پاتې شوی وو او له څو کلونو راهیسې ناروغه وو.
نوموړي په ۱۹۹۸ز کال کې له پاکستان سره د سولې بهیر پیلولو پراخې ډېپلوماټیکې هڅې کړې وې.
د دې په نتیجه کې په ۱۹۹۹ز کال کې په اسلام اباد کې د لاهور اعلامیه خپره شوې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کړکېچ د کمولو مرسته کړې وه او موخه یې د کشمیر د لانجې دایمي حل پیدا کول ول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي چې د هېواد د قانون او اطلاعاتو لنډمهاله وزیر بیرسټر علي ظفر په مشرۍ پلاوی په هند کې د واجپايي وروستیو مراسمو ته استوي.
نور ولولئ
د هند پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي د یوه نظم ژباړه