د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د توغندي بریالۍ ازموینه کړې


د ایران دفاع وزارت نوي توغندي وازمویه.
د ایران دفاع وزارت نوي توغندي وازمویه.

ایران د یو نوي بیلیسټیک توغندی ازموینه کړې چې په لنډ واټن کې خپل هدف ویشتی شي او دا یې هم ویلي چې د خپلو مېزایلو وړتیا به لا نوره پیاوړې کوي. دا ګام د امریکا د هغې غوښتنې پرضد دی چې تهران ته یې ویلي، د پرمختللیو وسلو جوړولو څخه دې لاس واخلي.

د ایران سرکاري رسنیو د اګست په ۱۳مه وویل چې د « فتح مبین » په نوم دغه میزایل له ازمېښته بریالی وتلی او کولای شي خپل هدف هم په زمکه او هم په سمندر کې په نښه کړي.

د ایران دفاع وزیر امیر هاشمي ویلي،له خپلو خلکو سره د کړې ژمنې سره سم ، د خپل هیواد د میزایلو سیسټم د پیاوړي کولو په لاره کې به هېڅ ډول درېغ نه کوي.

هاشمي د نوي میزایل د نښې ویشتو د واټن په اړه معلومات ورنه کړل خو په واشنګټن کې د « ستراتیژیکو او نړیوالو زده کړو » په نوم د فکري مرکز د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې ازمویل شوي دا ډول توغندي، له ۲۰۰ نیولې په ۳۰۰ کیلو میټره واټن کې خپله نښه ویشتلای شي.

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ فاکس نیوز ته ویلي وو، ایران تېره اوونۍ د هرمز تنګي په اوبو کې د تمرینونو پر مهال د « فاتح ۱۱۰ » په نوم توغندی ازمویلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG