د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د افغانستان په اړه غونډه کې د امریکا پر نه ګډون انتقاد کړی


د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، ۱۱ نور هېوادونه یې هم غونډې ته وربللي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، ۱۱ نور هېوادونه یې هم غونډې ته وربللي

پراګ - د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې د امریکا پر نه ګډون انتقاد کړی دی.

انټرفیکس خبري اژانس د اګست پر ۲۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له خولې خبر ورکړی وو چې واشنګټن د سېپټېمبر پر څلورمه د مسکو غونډې ته استازي نه استوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه په یوه بیان کې وویل چې د واشنګټن له انکاره ښکاري چې ((امریکا د افغانستان د سولې بهیر په پیلولو کې دلچسپي نه لري.))

مسکو په افغانستان کې د زیات رول په موخه د امریکا په ګډون د ۱۱ نورو هېوادونو استازي هم غونډې ته وربللي چې پکې افغانستان، پاکستان، ایران، هند او چین هم شامل دي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، مسکو ورته بلنه نه ده ورکړې او د غونډې په اړه معلومات نه لري.

هلته روسیې ویلي چې افغان طالبانو په مسکو کې په خبرو کې د ګډون بلنه منلې ده.

خو طالبانو لا رسماً څه نه دي ویلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د اګست پر ۲۱مه وویل، مسکو د سېپټېمبر پر څلورمه طالبان خبرو ته وربللي او هیله من دی چې دا به مثبتې وي.

روسي چارواکي وايي د دې خبرو هدف دا دی چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر کې پرمختګ وشي، او هرڅومره ژر چې ممکنه وي سوله وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG