د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېنېډا: سعودي عرب دې د بشري حقونو فعالان خوشې کړي


په سعودي عرب کې د کانادا سفارت ودانۍ.
په سعودي عرب کې د کانادا سفارت ودانۍ.

دا له هغې وروسته ده چې سعودي عرب کېنېډا سفیر له دغه هېواده ووېستله او دایې په خپلو دا خلي چارو کې مداخلت وبللو.

سعودي عرب له کېنېډا سره تجارتي اړیکي هم ځنډولي دي.

د اګست پر شپږمه د کانادا د بهرنیو چارو وزیرې کرسټیا فريلېنډ وویل کانادا به په هېواد دننه او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د خوندي ساتلو لپاره کار کوي.

له دې یوه ورځ وړاندې سعودي عرب له هغې وروستو د کانادا خپل سفیر راوغوښتو او په دغه هېواد کې کېنېډایې سفیر ته په ۲۴ ساعتونو کې د وتلو امر وکړ، چې کله کینینډا په سعودي کې د سمر بداوي او ځینو نوررو بندي فعالانو د خوشې کولو لپاره غږ پورته کړ.

سعودي عرب د کېنېډا دغه ګام د نړیوالو اصولو خلاف او په خپلو داخلي چارو کې مداخلت ګرځولی دی او له دغه هېواد سره یې په نوې سوداګرۍ هم بندیز لګولی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي واشنګټن په سعودي عرب کې د نیول شوو کسانو په اړه له ریاضه تفصیل پوښتلې او دا چې سعودي عرب د قانوني مرحلو احترام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG