د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو لګولو امر وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر کړی.

د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون تر وتلو درې میاشتي وروسته د امریکا ولسمشر د اګست پر شپږمه خپل هغه دریځ بیا تکرار کړ چې وایي دغه تړون یو اړخیزه او ناسم دی.

دا بندیزونه د کرنسیو اخېستل او د ایران ځېنې مهم صنعتونه په نښه کوي.

ولسمشر ټرمپ د تېرې مې په میاشت کې امریکا د دغه تاریخې تړون وويستله او وې وویل ایران پر دغه تړون سم عمل نه کوي.

په یو بیان کې ولسمشر ټرمپ ویلي امریکا پر ټولو هېوادونو ټینګار کړی چې دا واضحه کړي د ایران رژیم باید یو انتخاب ولري، یا دا چې خپل د دړکو او بې ثباتۍ کړني بدلې کړې او له نړیوال اقتصاد سره یو شي او یا دې په اقتصادي برخه کې د یوازیتوب لارې ته دوام ورکړي.

د ایران له سرکاري ټیليوېژن سره په یوه مرکه کې ولسمشر حسن روحاني وویل د امریکايي بندیزونو باوجود به یې هم هېواد پر اټومي تړون عمل کوي.

ولسمشر روحاني وویل دوی د ايراني ولسو وېشل او پرخلاف یې نفسیاتي جنګ پيلول غواړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG