د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او نړیوالو مشرانو د سېنېټر مکېن د خدماتو ستاینه کړې


مکېن شپږ ځلې د امریکا سېنېټر ټاکل شوی وو
مکېن شپږ ځلې د امریکا سېنېټر ټاکل شوی وو

پراګ - امریکايي چارواکو، پخوانیو ولسمشرانو او د نړۍ مشرانو د مخکښ امریکايي سېنېټر جان مکېن په مړینه خپګان ښودلی او د هغه ۶۰ کلن خدمت یې ستایلی دی.

د مکېن له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اګست پر ۲۵مه د مغزو په سرطان د اخته مکېن مېرمن سینډي م‎کېن او د کورنۍ نور غړي یې د مړینې پر مهال حاضر ول.

په بیان کې راغلي چې مکېن تر مړینې پورې د امریکا لپاره ۶۰ کاله د زړه له اخلاصه خدمت کړی دی.

جان مکېن په سېنېټ کې د ارېزونا ایالت په استازیتوب شپږ دورې کار کړی او د ناروغۍ تر تشخیص وروسته‌ یې جمهوري غوښتونکو او ډېموکراتانو یو شان ستاینې وکړې.

ولسمشر ډونلد ټرمپ چې تر پایه‌ یې پر مکېن لفظي حملې کولې، په یو بیان کې د هغه له کورنۍ سره ژوره خواخوږي ښودلې.

پخوانی ولسمشر بارک اوباما
پخوانی ولسمشر بارک اوباما

پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د ۲۰۰۸ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې مکېن ته ماتې ورکړې وه، په یوه بیان کې ولیکل: "موږ ټول د هغه د خدمتونو پوروړي یو."

اوباما لیکلي: "مکېن او زه په د دوو جلا نسلونو پورې تړلي ولو او ټولنیز اساس مو هم بېخي جلا وو، خو موږ په لوړه سیاسي کچه سیالي سره وکړه."

اوباما ویلي چې له ټولو اختلافاتو سره دوی دواړو هغه لوړ ارمانونه درلودل چې امریکایانو د هغو لپاره مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي.

د مکېن ژوند او کار په اړه ویډیويي رپورټ

د سېنېټر جان مکېن ژوند او کار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00

مکېن چې ډېر خلک‌ یې د جګړې اتل هم بولي له دې کبله هم ډېر ستایل کېده چې د بېلابېلو مسایلو پر سر یې له ډېموکراتانو سره همکارۍ ته لېوالتیا درلوده.

هغه ډېره موده د سېنېټ د پوځي خدماتو د کمېټې مشر وو او د امریکا د پوځي او بهرني سیاست په برخو کې یو متخصص ګڼل کېده.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس م‎کېن ستایلی او ویلي یې دي: "موږ نن یو داسې کس له لاسه ورکړ چې تل‌ یې د امریکا د خلکو د لوړو ارمانونو استازیتوب کاوه."

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس مک‎کېن ستایلی
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس مک‎کېن ستایلی

مکېن په ۱۹۶۷ز کال کې د وېتنام د جګړې پر مهال اسیر شو او پینځه کاله‌ یې په بند کې تېر کړل. د هغه الوتکه‌ ویشتل شوې وه او دی په پیراشوټ کې د هنويي یوه ډنډ ته ورښکته شوی وو.

په وېتنام کې هم خلکو د مکېن په یاد غونډې جوړې کړې ځکه د وېتنامیانو په نظر هغه د وېتنام او امریکا د اړیکو په عادي کولو کې مهم رول لوبولی.

د فرانسې، جرمني، پاکستان، اسراییلو او ځېنو نورو هېوادونو د مشرانو او چارواکو له‎ خوا هم د مکېن د مړینې په مناسبت د خواشینۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG