کالاشيان خپل راتلونکی په خطر کې ويني

کالاشيان خپل راتلونکی په خطر کې ويني

داود خټک

۲۱ جولای ۲۱۰۹

نهه کلن نويد اقبال هره ورځ له خپل نيکه بلال شاه سره له کوره تر جوماته ځي او بيا د جومات په دروازه کې د هغه لمانځه تر خلاصېدو ناست وي. نويد اقبال کالاشی (کالاشی) دی چې مسلمانان نه دي خو نیکه ۲۰ کاله اګاهو مسلمان شوی وو غواړي چې کورنۍ یې هم کالاشي رواجونه پرېږدي او مسلمانه شي. کالاش د پېښور شمال ته په چترال ضلع کې په درې درو مشتمله هغه سيمه ده چې زياتره اوسېدونکي يي د کالاش عقيدې یا دین منونکي دي. د عقیدې تر څنګ دا خلک د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري. کالاشيان له پېړيو راهیسې په خپلو غریيزو او له باقي دنيا پرې سیمو کې اباد دي او خپل نايابه کلتور يې ژوندی ساتلی دی خو له تېرو څو کلونو راهیسې د هغې سیمې ګڼ خلک مسلمانان شوي چې د ځايي ولس په وينا، د دوی لپاره د اندېښنی وړ خبره ده. د نويد اقبال نيکه بلال شاه مسلمان خو پلار یې اقبال شاه په کالاشۍ عقيده ټينګ ولاړ دی. نوید اقبال لا هم د عقیدې په اړه د فیصلی کولو عمر ته نه دی رسېدلی خو پلار او نيکه یې د راتلونکي ژوند په اړه فکرمند دي. په سیمه کې د خلکو مسلمانېدو عمل دومره په تېزی روان دی چی اکثره کالاشيان د خپل کلتور او مذهب د ژوندي ساتلو اندېښنو پسې اخیستي دي. د کالاش وادۍ په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی. له مشال راډیو سره د ځايي خلکو له خبرو او د رسنيو له رپورټونو سره سم، په څو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰ کالاشيان مسلمانان شوي دي.

د کالاشيانو تاريخ

د کالاشيانو په رسمونو، ژوند ژواک او اصل نسل يو شمېر کتابونه ليکل شوي خو تر دې دمه هېڅ يوه داسی څېړنه نه ده شوې چې د دې خلکو اصلي ریښې معلومې او په یقین دا وویلای شي چې د غرو په څوکو کې اباد د دې خلکو پلرونه، نیکونه څوک ول. یو مهال، دې خلکو ته تور کافر ویل کېدل چې لامل یې ښايي د دې خلکو یا زیاتره ښځو تورې جامې اغوستل ول. کالاشیان د ((کافر)) نوم بد بولي. کالاشيان د خپل تاريخ په اړه واضحه نظر نه لري. ځېنې وايي، مشران یې له ((څیام یا تسیامه)) د چترال سیمې ته کوچېدلي خو له دې نه دي خبر چې تسیام اصلاً چېرې دی؟ ځېنې نور یې بیا ځان له پخواني مقدوني – یوناني پاچا سکندر اعظم پورې تړي. د کالاشیانو په دودیزو کیسو کې د ((شالاکش)) ذکر ډېر کېږي چې ښايي دا هم د سکندر مقدوني هغه جنرال ته اشاره وي چې ((سیلیوکس)) نومېده او د سکندر تر مړینې وروسته یې د اوسني افغانستان، پاکستان او هند ځېنې سیمې تر خپل واک لاندې ساتلې وې. کالاشیان د لرغوني یونان په څېر یو شمېر خدایان لري او د موسمونو له بدلون سره د خدایانو په نوم منښتونه (منتونه) هم کوي.

بلال شاه د کلي جومات لوري ته روان دی چې د اختر لمونځ وکړي او لمسی یې نوید ورګوري.

کالاشيان او نصاب

له ديني، کلتوري، او مذهبي پلوه کالاشيان په پاکستان کې له اوسېدونکو نورو قامونو جلا خلک دي خو د بچیو لپاره یې تر دې دمه د بېلو زده کړو انتظام نه دی شوی او کالاشي ماشومانو ته هم هغه تاريخي او مذهبي کتابونه ښودل کېږي چې مسلمان هغه یې لولي. هم دا وجه ده چی د کالاشي ماشومانو ذهن او فکر له پیله بلې خوا ته اوښتی وي. دا خبره د نهه کلن نوید پلار اقبال شاه راته وکړه چې خپله هم په ښوونځي کې استاد دی. یوه بل استاد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل: ((همدا لامل دی چې د سکول له پیله د ماشوم د دین بدلېدو بنیاد ايښودل کېږي.)) وزیرزاده د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د لږکیو او واکمن تحریک انصاف استازی دی. دی کالاشی دی او وايي، د کالاشیو ماشومانو د زده کړو لپاره قانون جوړوي: ((موږ به ژر داسې قانون جوړ کړو چې ورسره سم به کالاشي ماشومان جلا [ښوونیز نصاب] ولري.))

کالاشي ماشومان په ټولګي کې د مسلمانو زده کوونکو شاته ناست دي او د قران او اسلامیاتو سبق وايي. د سیمې اوسېدونکي وايي، دا ډول تعلیم په راتلونکې کې د کالاشیانو مسلمانېدو بنسټ ږدي.

جلا دینونه، وېشلې کورنۍ، بېلې هدیرې

((لمسی مې راسره ډېره مینه کوي، انشاالله دی چې لوی شي، زما په څېر مسلمان به وي)) دا خبره بلال شاه راته پر داسې وخت وکړه چې نوید اقبال او شپږ کلن ورور یې ورسره ناست ول. خو له بلې خوا، د بلال زوی نوید اقبال پلار ته وویل: ((نوید زما زوی دی او زه غواړم چې زما پر لار پاتې شي.)) ده البته ورزیاته کړه: ((خو چې لوی شي، خپله به فیصله وکړي.)) ما چې د نیکه تر څنګ ناست نوید اقباله وپوښتل چې د چا خبره به مني نو په موسکا کې د نیکه لوري ته ګوته ونیوله. د کالاش په دره کې بلال شاه موږ هغې هدیرې ته وروستو چې مور یې پکې ښخه ده. بلال شاه په ډېر خپګان راته وویل چې مور یې نه وه مسلمانه شوې خو پلار یې تر مړینې مخکې اسلام منلی وو. همدا لامل دی چې د هغه د مور و پلار هدیرې بېلې دي. یو وخت وو چې د کالاش درې ته تبلیغیان ورتلل خو اوس حکومت هلته د نورو دینونو پر تبلیغ بندیز لګولی. اوسمهال اکثر وخت هغه کسان د کالاشیانو مسلمانولو کار کوي چې پلرونه، نیکونه یې له کالاشي دینه اسلام ته اوښتي. اقبال شاه وايي، کله چې ((د کورنۍ یو غړی مسلمان شي، هغه بیا د نورو مخ اسلام ته د اړولو هڅې کوي.)) د اقبال شاه په کورنۍ کې د هغه مور، پلار، خور او ورور مسلمانان شوي خو بل ورور، ورېندار او ښځه یې لا هم د کالاشي دین لارویان دي. په کورنۍ کې ستونزې هغه وخت زېږي چې د یوه عقیده د بل هغه له دین سره په ټکر شي. د دې یوه بېلګه د شرابو څښل دي. په کالاشي دین کې د شرابو څښل روا خو په اسلام کې حرام دي. بلال شاه چې خپل زامن یا د کورنۍ غړي د شرابو په څښاک وویني، ورته وايي: ((دوزخ ته به ځئ.))

د کالاش په یوه ښوونځي کې استاد مسلمانو ماشومانو ته د قران درس ورکوي.

کالاشيان او تعلیم

د کالاشيانو د مسلمانېدو يو سبب تعلیم او نصاب بلل کېږي. اکثره تعلیمیافته نجونه او هلکان په ښارونو کې نوکرۍ کوي او له مودو راهیسې له خپلې پلرنۍ سیمې لرې پاتې دي. د سیمې یو اوسېدونکی شهزاده خان وايي: ((په ورو، ورو د بهر خلکو تر اغېز لاندې راځي او په دې توګه ورڅخه خپل کلتور او عقیده پاتې شي.)) د نوموړي په خبره، اکثر نجونه دین بدلوي خو شایره چې له پېښور پوهنتونه یې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري کړې، وايي، دا د هر چا خپله خوښه ده چې د کوم مذهب یا عقیدې پیروي کوي. شایره وايي چې کالاشی دین یې ځکه هم خوښ دی چې پر نجونو ((هېڅ بندیز نه لګوي. زه په ازادانه ډول هر چېرې تګ، راتګ کولای شم، د خپل واده پرېکړې کولو اجازه لرم او که تر واده وروسته خوشاله نه وم نو په اسانۍ یې ختمولای او له بل چا سره واده کولای شم.)) د نوموړې په اند، بل دین ورته ښايي دا اجازه ورنکړي.

Kalash schoolgirls gathering during morning assembly. A Kalash lawmaker says he hopes lessons in Kalash culture and religion will be introduced in schools, an issue he intends to raise in the provincial legislature.
د کالاش ماشومانې سهار په ښوونځي د اسمبلۍ پر وخت. په صوبايي اسمبلۍ کې د سیمې استازی وايي، د کالاش کلتور او دین زده کړو ته هیله من دی.

راتلونکې:

د کالاش وادۍ اوسېدونکي خپل راتونکې ته خوشبينه نه دي. دوی له بهره د خلکو ورتګ عقیدې او کلتور دواړو ته ګواښ بولي. شایره وايي، که د کالاشیانو د دین بدلولو لړۍ و نه درېږي نو څو کاله پس به هغو درو ته ورتلونکي خلک یوازې د کالاشیانو ځېنې نښې ولیدای شي خو کالاشیان به و نه موندای شي. خو بلال شاه وايي، دا ښه ده چې خلک مسلمانان شي او غواړي کورنۍ یې اسلام ومني: ((زما هڅه ده چې زامن مې مسلمانان شي ځکه چې که اسلام نه مني، دوزخ ته به ځي.))