نیمه سرکاري خبري اژانس اثنا د اګست په لومړۍ لیکلي، د ایران د پارلېمان غړي، له روحاني څخه چې په کومو موضوعاتو پوښتنې کول غواړي، په هغو کې، د ملک کمزوري اقتصادي پرمختګ، د بېروزګارۍ زیاتېدنه او د ایراني کرنسۍ په ډرامايي انداز کې لوېدنه شامل دي.
روحاني، وروسته له هغې له سختو نیوکو سره مخ شوی چې، امریکا د روان کال په مې میاشت کې، د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه څان وویستلو او پر ایران یې د بندیزونو د بحالۍ یادونه کړه.
دغه بندیزونه د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د هغې موافقې پر اساس لرې شوي وو چې ترمخې به یې ایران خپلې اټومي هڅې محدودولې.
د جولای په ۳۱مه پر ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه او ويډیوګانې خپرې شوې چې پکې د ایران د اصفهان او کراج په ګډون په ډېرو ښارونو کې، سلګونه کسان د ریال د بیې د ټیټېدو له وجې د جوړ شوي انفلاسیون خلاف مظاهرې کوي.