د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: د امریکا له ولسمشر سره لیدنه ګټوره وه


د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین.
د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین.

د روس ولسمشر وایي، د امریکا له ولسمشر سره یې د تیرې میاشتې لیدنه کتنه ګټوره وه.

ولادیمیر پوتین د اګست پر ۲۲مه وویل چې دواړو لوریو دا هیله نه کوله چې په دوه ساعته غونډه کې به خپل ټول اختلافات له منځه وړي.

تمه ده چې سبا د پوتین د ملي امنیت سلاکار له خپل امریکایي سیال سره وګوري. پوتین وویل چې د نظر تبادله او مخامخ خبرې تل ګټورې وي.

د ماسکو او واشنګتن اړیکي د اوکراین او سوریې په جګړو کې د روسیې د مداخلې او د امریکا د جمهوري ریاست د تیرې دورې په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د تور له امله تر سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت ساړه شوې دي.

واشنګتن د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ که چیرته ماسکو خپل چلند ښکاره بدل نه کړي اقتصادي بندیزونه به نور هم پرې سخت کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG