د ایران د پارلېمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړی څو هغه د ملک د مخ په خرابیدونکي اقتصاد له وجې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د پارلېمان په وړاندې حاضر شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اټارني جنرل جیف سېشنز غږ کړی چې د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د روس او د هغه د کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه دې پلټنو ته په سم لاسي توګه د پای ټکی کېږدي.
فېسبوک وایي, دوی د داسې پېچلو هڅو مالومات کړي دي چې ممکنه ده له روس سره تړاو لري او مقصد یې د امریکا د نومبر په میاشت کې د کانګرېس له انتخاباتو د امریکا په سیاست کې نفوذ کول وي.
ایراني چارواکو د امریکایې ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر سره د لېدلو په وړاندېز سخت تنقید کړی او وییلي دي د داسې خبرو هېڅ قدر نشته او دا يې سپکاوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که له مخه شرطونه پکې نه وي نو دی به دې ته تیار وي چې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره وویني.
دا ګام د شهريت په اړه د هغې مسودې په رڼا کې اخيستل شوی چې داسې وېره پېدا کړې چې له مخې به زياتره بنګالي ژبي مسلمانان له هېواده و شړل شي.
امریکا د خپلې یوې رسمي تګلارې په ډاګه ولو کې د اوکراین ټاپووزمې له روسیې سره ګډول رد کړي دي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې پر مسکو سخت وقهرېد چې ”د جمهوري هېوادونو د ګډ نړیوال اصول بنسټونه یې کمزوري کړي دي.“
د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د زمري له لکۍ سره...
د انصاف نړیوال عدالت یا ای سي جې تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا خلاف پر دې هېواد د بندیزونو د بیرته لګولو له کبله قانوني شکایت درجکړی دې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د خپل هېواد د استخباراتي ادارو هغه نتیجې مني چې وايي، روس د امریکا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده په طرفدارۍ لاسوهنه کړې ده خو زیاتوي د روس دغه عمل د انتخاباتو په نتیجو څه اثر نه دې کړی.
پوتین خبریالانو ته وویل، له ټرمپ سره یې څو ځلې په ټېلېفون خبرې کړې دي خو اوس به پر دوه اړخیزه اړیکو او پر ځېنو نړیوالو مسلو جامع بحث وکړي.
هېلمند ولایت کې د لښکرګاه اوسېدونکو د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ لوبه په ګډه ولیده. د لښکرګاه سلګونه اوسېدونکو په ...
نور وښیئ