د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانسې کې یوه کس دوه ښځې په چړو وژلي


د فرانسې پولیس وايي، یوه کس له پلازمېنې پاریس سره نېږدې دوه ښځې په چړو وژلي.
د فرانسې پولیس وايي، یوه کس له پلازمېنې پاریس سره نېږدې دوه ښځې په چړو وژلي.

د فرانسې پولیس وايي، یوه کس له پلازمېنې پاریس سره نېږدې دوه ښځې په چړو وژلي او یو کس یې سخت ژوبل کړی دی.

سختدریځه ډلې اسلامي دولت د پاریس په غرب کې د تخاپ په نوم په وړوکي ښار کې د اګست د ۲۳مې برید ذمه واري منلې.

خو دې وسله والې ډلې د خپلې دعوې هېڅ ثبوت نه دی ورکړی.

په عین وخت کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یوه وژلې ښځه د بریدګر مور او بله یې خور ده.

په پاریس کې چارواکو د بریدګر وژنه تایید کړې.

چارواکو د ژوبل کس په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا حمله پر داسې مهال شوې چې اسلامي دولت ډلې د اګست پر ۲۲مه په یوه غږیز پیغام پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په ګرده نړۍ کې بریدونه وکړي.

اسلامي دولت ډلې دعوه کړې چې دا غږیز پیغام چې ۵۴ دقیقې اوږد دی د ډلې د مشر ابوبکر بغدادي دی البته د کره والي تصدیق یې نشي کېدای.

دا پیغام چې د اسلامي دولت ډلې د رسنیو څانګې الفرقان خپور کړی، ظاهراً د ۲۰۱۷ز کال له سېپټېمبر راهیسې د نوموړي لومړی پیغام دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG