د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه دې د کریمیا نیونه پای ته ورسوي: پامپیو


د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

پراګ - امریکا د خپلې یوې رسمي تګلارې په ډاګه ولو کې د اوکراین ټاپووزمې له روسیې سره ګډول رد کړي دي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې پر مسکو سخت وقهرېد چې ”د جمهوري هېوادونو د ګډ نړیوال اصول بنسټونه یې کمزوري کړي دي.“

نوموړي دا څرګندونې د سېنېټ بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ادارې چارواکیو تر هغه متضادو څرګندونو پس کولې چې ویل کېدل ښايي واشنګټن د روسیې له لوري په ۲۰۱۴ز کال د تور سمندرګي ټاپووزمې نیولو په اړه خپله تګلاره واوړي.

پومپیو خپل بیان د ''کریمیا اعلامیې'' تر عنوان لاندې په خپرولو سره دا په ډاګه کړې چې امریکا د کرېملن له لوري په زوره د کرایمیا نیونه او د هغه هېواد برخه ګرځونه د نړیوال قانون سرغړونه بولي.

په بیان کې راغلي چې له خپلو اېتلافیانو، اتحادیانو او نړیوالې ټولنې سره په همږغۍ امریکا د روسیې کړې هڅې ردوي چې کریمیا خپله برخه وګرځوي او هوډ یې ښودلی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د تر بیرته پرځایکېدو پورې به یې تګلاره دوام کوي.

پامپیو ویلي دي چې ”روسیه دې پر خپلو اصولو چې له پخوا یې ورباندې د درېدو غورې کولې درناوی وکړي او د کریمیا نیونه دې پرېږدي. “

نور ولولئ

امریکايي او اوکرایني چارواکو پر دفاعي همکارۍ خبرې وکړې

مایک پامپیو: امریکا به افغانستان د سولې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG