د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د امریکا پرضد شکایت کښلی


د ایران او امریکا هېوادونو بیرق.
د ایران او امریکا هېوادونو بیرق.

د انصاف نړیوال عدالت یا ای سي جې تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا خلاف پر دې هېواد د بندیزونو د بیرته لګولو له کبله قانوني شکایت درج کړی دې.

په دې کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران بیرته د بندیزونو په له لګولو سره د تهران او د امریکا په ګډون د نړۍ د شپږو طاقتورو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې اټومي تړونسرغړونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ایران دا دعوا بې بنیاده ده او واشنګټن اراده لري چې په نړیوال عدالت کې به د امریکا کلکه دفاع وکړي.

ای سي جې د جولای پر ۱۷ دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې تایید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل ټویټر ولیکل، له ای سي جې سره یې کېس درج کړې چې د ایران پرضد د امریکا د غېر قانوني بندیزونو د لګولو محاسبه وکړي.

د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ دغه تړون پر ۲۰۱۵ م کال کې لاسلیک شوی وو چې له مخې به یې پر ایران نړیوال بندیزونه لرې کولای شي او په بدل کې به ایران د یورینیم د غني کولو پروګرام نه پر شاه کېږي او د اټومي وسلو د نه جوړولو لوظ به کوي.

خو د تېرې مې په میاشت کې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظاميې د دغه تړون د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG