ایراني چارواکو د امریکایې ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر سره د لېدلو په وړاندېز سخت تنقید کړی او ویلي دي د داسې خبرو هېڅ قدر نشته او دا يې سپکاوی دی.
امریکایې ولسمشر د جولای په ۳۰مه ویلي وو دی بغېر د څه شرطونو له ايراني ولسمشر حسن روحاني سره لیدلو ته هر وخت تیار دی.
د تېرې می په میاشت کې د واشنګټن لخوا د ایران او د نړیوالو طاقتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د وتلو اعلان وروسته د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ هم پر یو بل سخت تنقید شوی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ ویلي واشنګټن پر ایران بندیزونه لګولې دي او په نورو هېوادونو یې هم له دوی سره د کاروبار نه کولو فشار اچولی او زیاتوي د ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز د هغه د عمل خلاف دی.
فارس خبري ادارې ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي بندیزونه او د باو اچول د مذاکراتو خلاف دي.
قاسمي ویلي ولسمشر ټرمپ به ایراني ولس ته دا څنګه ثابتوي چې د هغه د تیرې شپې څرګندونې د مذاکراتو لپاره د نوموړي ريښتیني اراده ښيي او د شهرت ترلاسه کولو لپاره یې نه دي کړي.
امریکا دړکه ورکړې تر څو چې ایران په خپلو سیمه اییزو پالیسیو کې بدلون نه وي راوستې تر هغې په دغه هېواد د اټومي تړون له وجې لرې کړل شوي بندېزونه بیا لګولای شي.