د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ۴۰ لاکه کسان له شهريته بې برخي کړي دي


اسام ګڼتوکمیزه ایالت دی
اسام ګڼتوکمیزه ایالت دی

پراګ - د هند حکومت د دونشبې پر ورځ په شمال ختيځ رياست اسام کې د ۴۰ لاکه کسانو شهريت يا تابعيت ختم کړی دی.

دا ګام د شهريت په اړه د هغې مسودې په رڼا کې اخيستل شوی چې داسې وېره پېدا کړې چې له مخې به زياتره بنګالي ژبي مسلمانان له هېواده و شړل شي.

د هند د خلکو رجسټرېشن ادارې مشر شليش په خبري غونډه کې ويلي چې دا په مجموعي توګه د هند او اسام لپاره يوه تاريخي ورځ ده.

د ده په وينا، دوی په ملي کچه د شهريت يا تابعيت په اړه د لومړۍ بشپړې مسودې په خپرولو سره يو ډېر مهم هدف ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه چې هغه کسان چې له فهرسته پاتې شوي دي به پوره موقع ولري چې اپيل وکړي او خپل نومونه په فهرست کې شامل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG