د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک: د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنو ته پام شوی


د فېسبوک لوګو.
د فېسبوک لوګو.

فېسبوک وایي, دوی د داسې پېچیده کوښوښونو مالومات کړي دي چې ممکنه ده له روس سره تړاو لري او مقصد یې د امریکا د نومبر په میاشت کې د کانګرېس له انتخاباتو د امریکا په سیاست کې نفوذ کول وي.

دغې خبر په واشنګټن کې سیاستوالان اندېښمن کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو دغه لویې ادارې د سه شنبې په ورځ ناوخته د کانګرېس غړو ته ویلي دا مالومات د روس او یا د راروانو ضمني انتخاباتو سره نېغ په نېغه تړاو نه لري خو د کانګرېس هغو غړو ته چې دا مالومات ورکړل شوي دي وایي کومه طریقه چې دغو کسانو استمال کړې ده ښیي چې شاید روس پکې ککړ وي.

فېسبوک ویلي, دوی په فېسبوک او انسټاګرام داسې ۳۲ جالي اکاونټونه موندلې چې غېر مستند سیاسي مالومات یې ورکول او له دې وروسته یې دغه اکاونټونه ختم کړي دي.

د فېسبوک چارواکو دا هم وویلي د یو ختم کړل شوي اکاونټ نږدې درې لکه خوښونکي یا فالورز لرل او په سلګونو زرو په دغه پاڼه په ۳۰ سیاسي پروګرامونو کې خوښې ښودلې ده.

د امریکایې سېنټ د استخباراتي کمیټۍ د ډېموکرېټ ګوند غړی مارک وارنر وایي دا یې په جمهوریت یوه حمله ده.

د دغه کمیټۍ غړو ته په دې اړه مالومات ورکړل شول.

د دغه کمیټۍ مشر رچرډ بور وویل دی په پوره باور ویلې شي چې دا به له روس سره تړاو لري.

هغه وویل، د دې کار مقصد ناباوري او تفرقه پېدا کول دي او زیاته یې کړه روس یوه کمزورې امریکا غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG