پر ټویټر د ټرمپ دغه پیغام په واشنګټن کې په زیاته اندازه، انتقادونه پارولي دي.
د امریکا ولسمشر لخوا دا غوښتنه د چارشنبې په ورځ شوې وه، خو په غبرګون کې یې په کانګرس کې د ده خپلو ریپبلکن غړو نیوکې وکړې او ویې ویل چې پلټنې دې باید روانې وي.
بل پلو، ډیموکراټانو تور پورې کړ چې دا د امریکا د محاکمو پر وړاندې د ټرمپ لخوا د خنډونو د ودرولو تازه هڅې دي.
د ۲۰۱۶م کال د امریکا د صدارتي انتخاباتو په کمپاین کې د روسیې د مداخلې پلټنه د ځانګړي قونصل رابرټ مولر لخوا پرمخ وړل کېږي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې سارا سینډرز د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ لوی څارنوال جیف سېشنز ته د رابرټ مولر د وظیفې د لرې کولو امر کوي؟ وویل، د ټویټر پیغام د ولسمشر نظر ښکاره کوي، دا یو امر نه دی.
نوموړې زیاته کړه ولسمشر موانع نه ودروي، بلکې ځوابي کاروايي کوي.