د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي"

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي.

دا خبرې نوموړي نن په پېښور کې د مدنې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک تر سیوري لاندې د کاشغر ګوادر اقتصاديراهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

په غونډه کې دملت پالو ګوندونو استازو هم برخه واخسته. د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود په غونډه کې سياسي او ولسي مشرانو ته مالومات ورکړل.

د پښتونخوا ولسي تحريک لخوا د سياسي ګوندونو غونډه په داسي وخت کې ترسره شوه چې د تيرې چارشنبې پر ورځ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په ژوب کې د ژوب او مغل کوټ تر منځ د سړک پراخولو د پروژې پرانسته وکړه او دا يې پر مغربي لارې د چې د کاشغر ګوادر اقتصادي راهدارۍ پېل وباله. خو ځني مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه بياوايي دا سړک دغې پروژې برخه نه ده او وزیراعظم یو ځل بیا د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ولسونو ته دوکه ورکړه.

دغه رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

"پښتونخوا حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG