د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې په اړه غونډه په اسلام اباد کې


د پاکستان وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي چې په اسلام اباد کې به د جنوري له ۱۰مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازیو غونډه جوړه شي.

د پاکستان وزيراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي چې په اسلام اباد کې به د جنوري له ۱۰مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازیو غونډه جوړه شي.

نوموړي دا خبره تیره ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې غونډې هدف دا دی چې څرنګه افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې څلور اړخیزې غونډې پریکړه روانه میاشت په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس کې شوې وه.

د سرتاج عزیز تر څرګندونو مخکې روانه اونۍ د افغانستان د حکومت استازیو ویلي وو چې دغه څلور اړخیزه غونډه به په جنوري کې په کابل کې جوړیږي.

هلته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایې د افغانستان د سولې په اړه لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه به د جنورۍ په یوولسمه په اسلا آباد او دوهه به یې په کابل کې جوړه شي.

ولسمشر غني نن په یوې خبري غونډه کې وویل، د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او چین تر منځ د دغې څلور اړخیزې غونډې د جوړیدو هدف دا دی چې د تل پاته سولې د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشي.

"هدف دا دی چې مونږ ژر تر ژره د پایداري سولې لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړو. اما د دې لپاره چې پایداري سولې ته و رسیږو، اول ضرورت دا ده چې د جنګ پر ابعادو وضاحت و لرو."

له دې مخکې د افغانستان حکومت ویلي و چې لومړنی څلور اړخیزه غونډه به په کابل کې جوړه شي. خو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پرون په یوه خبري کنفرانس کې د دغې غونډې ځای اسلام آباد و ښود.

نوموړي دا هم وویل چې د دغې غونډې د جوړیدو پریکړه په پاکستان کې د آسیا زړه هیوادونو په پنځمې غونډې کې و شوه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر یوجینګ سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د ملي امنیت د شورا په خپاره کړل شوي بیان کې ویل شوي دي چې په دې خبرو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل پر میکانیزم خبرې شوي دي او همدارنګه له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین د مرستې مسله یاده شوې ده.

د چین سفیر د ملي امنیت له سلاکار سره تیره ورځ د دې غونډې پر مهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول هلې ځلې وکړي او افغان دولت ته ډاډ ورکوي چې چین به له افغان ځواکونو سره د وسلو او تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

د وسلو په برخه کې د دې مرستې په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي چې چين به څرنګه او څومره کومک کوي.

XS
SM
MD
LG