د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ۷۱۳ سکولونو د مشرانو پر ضد پرجې درج شوې دي


پېښور: د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د امنیت ساتنې لپاره د مناسب ګامونو نه پورته کولو له امله یې د تعلیمي ادارو د مشرانو پر ضد د پلټنو لپاره درخواستونه – ایف آی آر – درج کړي دي.

پېښور: د خیبر پښتونخوا پولیس وايي ، د امنیت ساتنې لپاره د مناسب ګامونو نه پورته کولو له امله یې د تعلیمي ادارو د مشرانو پر ضد د پلټنو لپاره درخواستونه – ایف آی آر – درج کړي دي.

دا خبره د پېښور د پولیسو د عملیاتو د څانګې مشر عباس مجید خان مروت د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.

عباس مجید خان مروت وویل ، د تعلیمي ادارو د امنیت لپاره د مناسب ګامونو نه پورته کولو له امله مو تر اوسه د۷۱۳ تعليمي ادارو پر مشرانو پرچې درج کړې دي.

نوموړي د تعیلمي ادارو په وړاندې د امنیت ساتنې ستونزې ته په اشاره وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د تعلیمي ادارو شمېر ۶۴ زره دی او صوبه ۶۸ زره پولیس لري.

مروت وویل ، که څه هم دوی د تعلیمي ادارو له چارواکو سره د دامنیت ساتنې پر تګلاره سلا شوي دي خو دا ممکنه نه ده چې پولیس دي هرې تعلیمي ادارې ته عسکر ورکړي.

خو د ښوونکو – استاذانو - اتحاديه وايي چې د پوليسو د چاپو او د ښوونکو پر ضد د پرجو درج کولول له امله په سکولونو کې د زده کړو لړۍ اغېزمنه شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې دا د امنیتي ادراو له خوا دا ګامونه له هغه وروسته اخیستل کېږي چې وسله والو د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر خونړي برید یو کال وروسته په چارسده کې د باچاخان پوهنتون په نښه کړ.

پر باچا خان پوهنتون د وسله والو په برید کې د یو پروفیسر په ګډون د یووشت زده کوونکو تر وژل کېدو وروسته د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني حکومت او پوځ د ګامونو د اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د ا پوزېشن یو شمېر ګوندونو پوښتنه کړې چې د پوځ له خوا د د وسله والو پر ضد د ضرب عضب عملیاتو د بریا پر ادعاوو سربېره د باچاخان پر پوهنتون څنګه برید وشو؟

که څه هم د پاکستان پوځ خپل عملیات بریالي بولي خو وزیراعظم نواز شریف د جنورۍ په منځ کې په لندن کې وویل چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره پرد جوړې شوې ملي کړنلارې پر ځینو برخو عمل په ورو روان دی.

د خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او سیند یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې د دې تګلارې له مخې د وسله والو او سخت دریځو پر ضد هغسې عمل نه کېږي د کوم چې ژمنه شوې وه.

ځلاند یوسفزی

XS
SM
MD
LG