"اروپايي ټولنې ته مو غږ رساوه چې پښتانه یرغمل دی"
د بېلجیېم په مرکز برسلز کې د اروپايي پارلمان مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې لربر پښتنو ځوانانو د جنورۍ پر شلمه نېټه د چارسدې پر باچاخان پوهنتون د برید ضد په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې مجبوره کړي چې د هغې پېښې او پر پېښور ارمي سکول د وسله وال برید عدالتي پلټنې دې وشي. نوموړي وویل، دوی ځکه په بهرنیو هېوادونو کې احتجاج ته مخه کړې چې د ده په خبره پښتون ولس یرغمل دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د برتانیا څانګې یو مرکزي غړی چې دغه مظاهرې ته ورغلي، د مشال راډيو همکار شاهین بونېري ورسره مرکه کړې.