د پاکستان حکومت له قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو د بحالۍ او امنيت لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ مختص کړي دي.
دا خبره د جمعې پر ورځ د سيفران وزارت چارواکو د مولوي جمال الدين په مشري کې شوې غونډې ته وکړه.
د کميټۍ يوه غړي طارق االله د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه پېسې په تير بجټ کې اعلان شوې وې خو لا هم پوره نه دي لګول شوي.
سېفران چارواکو کمټۍ ته وويل چې په دغو ۱۰۰ اربه روپيو کې به ۵۵ اربه د بې کوره کړل شوو خلکو پر بحالۍ او ۴۵ اربه به پر امنيت خرڅ شي.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.