د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوکت خانم سرطان روغتون پېښور څانګه پرانستل شوه


د شوکت خانم سرطان روغتون پېښور څانګه برانستل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

د شوکت خانم سرطان روغتون پېښور څانګه برانستل شوه

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر دې روغتون څلور اربه روپۍ لګښت راغلی دی او له افغانستانه راغلي د کېنسر ناروغان به هم علاج ترلاسه کولی شي.

په پېښورکې نن سېشنبه د شوکت خانم سرطان روغتون پرانسته وشوه او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د سرطان د یو ناروغه ماشوم فاخر اپرېدي په لاس دا پرانسته وکړه.

د غونډې مهال د شوکت خانم سرطان روغتون مشر ډاکټر فیصل سلطان د پخواني وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي مننه وکړه چې په خپل حکومت کې د سرطان دې ځانګړی روغتون ته پنځوس کناله سرکاري زمکه ورکړله چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې پرې کار بیل شوی دی.

دې دستورې ته په خپله وینا کې د شوکت خانم روغتون یو بل مشر ډاکټر عاصم یوسف وویل چېپه پاکستان کې هر کال نژدېله یو نیم لاکه تردوه لاکه خلک د سرطان په مرض اخته کېږی چې پکې پیځویشت فیصده ناروغان د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اوسېدونکي دي.له دې روغتون سره به د پښتنو د سیمې دې ناروغانو ته په پېښورکې د سرطان درملنې زمینه برابره شي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر دې روغتون څلور اربه روپۍ لګښت راغلی دی او له افغانستانه راغلي د کېنسر ناروغان به هم علاج ترلاسه کولی شي.

د کېنسر د یو ناروغه ماشوم حماد سعید پلار سعید علی شاه مشال راډیو ته وویل چې په پېښورکې د سرطان له روغتون سره به د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو او افغانستان خلکو ته د کېنسر ناروغۍ درملنه په لږ لګښت ترلاسه شي: ((د پېښورشوکت خانم سره به د پېښور ه او په خاصه توګه قبایلی سیمو او افغانستان ته ډېره ګټه ورسي، زموږ خلک به لاهور ته تللو او زموږ به ډېره زیاته خرچه کېدله نو د افغانستان او قبایلی سیمو د بره کلیو لپاره دا یو ستر سوغات دی. په دې زه دومره خوشاله یم چې په ټکیو کې نشم بیانولی، ما د دې خپل ماشوم د علاج لپاره تر کاله لاهور ته خپله کډه وړې وه او هلته پروت وم خو اوس هم د دې ماشوم لږ علاج پاته دی))

د شوکت خانم پېښوریو انتظامی چارواکي اجمل خان مشال راډیو ته وویل چې په شوکت خانم کې د پنځه اویا فیصده هغه ناروغانو علاج په وړیا توګه کېږي چې د علاج خرچ نشي ګاللی. دم ګړۍ په شوکت خانم پېښورکې د کېنسر ناروغانو د ټیسټونو سهولت موجود دی او د ریډی ایشن او اپریشن لپاره به ناروغان د لاهور شوکت خانم ته لېږدول کېږی خو زر به د شوکت خانم دویمه مرحله سر ته ورسي او بیا به د کېنسر ټول علاج هم په پېښورکې ترسره کېږی.

XS
SM
MD
LG