د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې په ۲۰۱۵م کې ۱۱۰ خبریالان وژل شوي


زمان مسود په ۲۰۱۵م کال په ټانک کې ووژل شو
زمان مسود په ۲۰۱۵م کال په ټانک کې ووژل شو

د خبریالانو پاریس مېشته ادارې په راپور کې ویلي ـــ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې اووه سوه او اووه اتیا خبریالان وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په یو راپور کې ویلي چې په دوه زره پنځلسم کال کې په نړۍ کې یو سل او لس خبریالان وژل شوي دي خو په دې کې ډېر خبریالان په هغه هېوادونو کې په نښه شوي چې د امنیت وضع یې ښه ده.

په راپور کې د خبریالانو پر ضد د داعش په شان سختدریځه وسله والو ډلو په فعالیتونو هم رڼا اچول شوې ده. د سازمان مشر ویلي د خبریالانو تحفظ لپاره د نړیوالو قوانینو عملي کول لازم دي.

د خبریالانو پاریس مېشته ادارې په راپور کې ویلي ـــ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې اووه سوه او اووه اتیا خبریالان وژل شوي دي.

سږ کال د خبریالانو لپاره عراق او شام له ډېر خطره ډک هېوادونه دي چرته چې په ترتیب یولس او لس خبریالان په نښه شوي دي. له خطرې ډکو هېوادونو کې فرانس په دریم ځاي دی چرته چې وسله والو د جنورۍ په میاشت کې اته خبریالان ووژل.

د بې پولې خبریالانو د سازمان په راپور کې هند هم په ګوته شوی دی چرته چې پینځه خبریالان وژل شوي دي. دغه شان په بنګله دیش کې د مقامي مذهبي سختدریځو له خوا څلور بلاګر وژل شوي دي.

د راپور په پای کې راغلي چې د ۲۰۱۵ م په پای کې ۲۶ خبریالان په شام کې یرغمال شوي دي، او دغه رنګ په چین کې ۲۳ او په مصر کې ۲۲ خبریالان په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG