د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: افغانان دې بهرنيو مرستو ته د سترګو نيولو پر ځای خپل غم پخپله وخوري.


محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې هېواد پرېښود او له هغه راهيسې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي. انځور له ارشيفه
محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې هېواد پرېښود او له هغه راهيسې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي. انځور له ارشيفه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې که له تېرو وختونو څخه درس واخیستل شي نو افغانستان به سم لوري ته حرکت وکړي او که داسې ونه شي نو بېرته به د تېرو ۴۰ کلونو جګړو ته ور وګرځي.

اشرف غني چې حکومت يې طالبانو د تېر کال (۲۰۲۱ز) په اګست مياشت کې ورختم کړ او نوموړی له هېواده ووت، دا څرګندونې پرون (مارچ ۲۱مه) د نوروز په مناسبت پر خپله فېسبوک پاڼه په ثبت شوي پيغام کې کړې.

د نوموړی وينا وه چې د نړیوالو پام اوس په اروپا کې د جګړې بل شوي اور ته اوښتی او د افغانستان خلک باید نور بهرنیو مرستو ته سترګې ځیر نه‌ کړي، بلکې خپل غم باید په خپله وخوري.

فیلیپو ګرانډي: د افغانستان بشري ناورين باید هېر نه کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د اشرف غني وينا وه چې په افغانستان کې اوس جګړه درېدلې، خو د تلپاتې او باعزته سولې لپاره باید هڅې وشي.

نوموړي په خپله وينا کې که څه هم د طالبانو د حکومت نوم وانه ‌خیست خو ظاهراً یې دې حکومت ته په اشارې سره وویل چې واک باید تر محدودو کسانو پورې پاتې نه شي، بلکې ولس ته ولېږدول شي، ګنې د ده په خبره دغه حالت به موږ بیا یوې خطرناکې جګړې ته سیخ کړي.

یو شمېر لوري نوموړی په دې تورنوي چې که له افغانستانه نه ‌وای وتلی، ښایي په هېواد کې په اوسنۍ کچه ستونزې نه ‌وای رامنځته شوې، خو نوموړي مخکې ویلي وو چې د زیاتې وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له هېواده ووت.

افغانستان کې له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نړیوالو له دې هېواد سره مرستې بندې کړې او د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه ‌نیم ميلیاره ډالره شتمني هم په بهر کې کنګل شوې، خو په افغانستان کې بشري ناورين ته په کتو چې نېږدې د دې هېواد ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نړیوالو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې له ملیونونو اړو کسانو سره بشري مرستې پیل کړې دي، خو تر اوسه د نړۍ هيڅ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG