په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي رحمت الله نړیوال او د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د دې کسانو وژنه تایید کړې خو زیاتوي چې طالبان په دې پېښو کې ککړ نه دي.
غني چې کله له هېواده ووت نو لومړی روسیو رسنیو رپورټ ورکړ او بیا په افغانستان کې دننه او بهر رپورټونه خپاره شول او ګنګوسې ګډې شوې چې پکې تور پورې شوی چې نوموړی له "لسګونه میلیونه ډالرو سره تښتېدلی."
کډوالو د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پکتیکا سوړ ژمی لري او هلته مېشت وزیرستاني کډوال د ژمي لپاره خوراک او مناسبې سرپناوې نه لري.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه شي.
دا اعلان د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد د سېپټېمبر پر اوومه نېټه په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. هغه وويل چې د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو ادارې تړلي وي او له دې کبله يې کارونه له یوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه په کابل کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د پنجشېر په نیولو سره اوس ټول افغانستان د طالبانو په واک کې دی.
د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري د طالبانو ادعا رد کړې او بي بي سي ته یې ویلي چې طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول نه دی نیولی.
خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.
د پنجشېر مرکز بازارک د سر ښار کابل نه د جنوب شمال لور ته په ۱۰۰ کلیومیټره کې پروت دی.
دغه ادارې د سېپټېبر پر دویمه په یوې خبر پاڼه کې وویل چې لومړنۍ پرواز به د سېپټېمبر پر درېیمه رځ له کابله مزار شریف ته ترسره شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته