د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې له نن څخه کورني پروازونه بیرته پیلېږي


په کابل کې حامد کرزی نړيوال هوايي ډګر. انځور- ارشیف
په کابل کې حامد کرزی نړيوال هوايي ډګر. انځور- ارشیف

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي چې له نن څخه به په هیواد کې د کورنیو پروازونو لړۍ پیل شي.

دغه ادارې د سېپټېبر پر دویمه په یو خبر پاڼه کې وویل چې لومړنۍ پرواز به د سېپټېمبر پر درېیمه له کابله مزار شریف ته ترسره شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پرواز به د افغانستان په وخت ماسپښین درې بجې وي.

له بلې خوا طالبان وايي، د کابل هوايي ډګر به د نړېوالو پروازونو لپاره ډېر ژر فعاله شي.

د طالبانو د مطبوعاتو برخې یوه غړي بلال کریمي د سېپټېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، په هوايي ډګر کې د پاکولو چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به تخنیکي چارې د بیا جوړېدو لپاره پیل شي.

ده وویل، "د کابل په هوايي ډګر کې د تخنیکي سیسټمونو د بیا جوړېدو چارې پیل شوي او هلته له قطر او ترکیې هېواد څخه راغلي ټیمونه په چټکۍ سره کار کوي تر څو دغه میدان د ملکي او سوداګریزو الوتنو لپاره ژر تر ژره جوګه شي."

له افغانستانه د امریکا وتل، د طالبانو خوشحالۍ او د فعالانو اندیښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

هغه وویل، د قطر او ترکیې یو تخنیکي ټیم ګډ کار کوي څو د کابل نړیوال هوايي ډګر یو وار بیا د پروازونو جوګه وګرځوي ځکه د امریکایانو له وتلو وروسته د هوايي ډګر ډېرې برخې زیانمنې شوې وې او وسایل یې تخریب شوي وو.

د کابل هوايي ډګر د طالبانو تر راتلو وروسته د ملکي او تجارتي پروازونه په مخ تړلی و او یوازې بهرنیو هېوادونو په پوځي الوتکو کې خپل خلک او افغان همکاران بهر ایستل.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۳۱مه شپه امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل او دا وخت طالبانو له پنجشیر ولايت پرته پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG