د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې ټولې ملکي ادارې پرانیزي: د لوګر اوسېدونکي


دوی وايي، که چیرې ملکي ادارې ژر تر ژره فعالې نه شي، نو ټول کارونه به وروسته پاتې شي.
دوی وايي، که چیرې ملکي ادارې ژر تر ژره فعالې نه شي، نو ټول کارونه به وروسته پاتې شي.

د افغانستان په لوګر کې د یو شمېر حکومتي ادارو د فعالیتونو د نه پیلیدو له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو هغه تړلي وي چې له کبله يې کارونه له یوې څخه بلې ورځې ته ځنډېږي.

خلک په ځانګړې ډول د تذکرو او پاسپورټ د وېش بند شوي دفترونه یادوي چې د دوی ډېر کارونه ورپورې تړلي دي.

د لوګر اوسېدونکي رحمان الله چې غواړي خپلو زامنو ته په ښوونځي کې د شمولیت لپاره تذکرې جوړې کړي، د سېپټېمبر پر اوومه نېټه له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د عامه خدمتونو وړاندې کوونکې ادارې دې ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.

رحمان الله زیاته کړه: "دلته زموږ دا څوومه ورځ ده چې راځو چې د ماشومانو لپاره تذکرې واخلو، ځکه په ښوونځي کې د شمولیت لپاره يې د ماشومانو څخه تذکرې غوښتي دي، نو کله چې دلته راځو هغه برښنايي تذکرې خو نشته، د هغه ورقي تذکرو شعبه هم بنده ده، موږ دا غواړو چې دا شعبې فعالې شي، د تذکرو ويش پیل شي، ځکه چې د لوګر ټول ولس دغو مشکلو سره مخامخ دي. "


د لوګر اوسېدونکو وویل، د هغو ادارو بیا فعالیدو ته ډېره اړتیا ده چې د خلکو ورسره کارونه بند دي.

ځايي اوسېدونکی احمد جان وايي، خلک تذکرو، پاسپورټونو او ملکي خدمتونو ته اړتیا لري.دی زیاتوي، که چیرې ملکي ادارې ژر تر ژره فعالې نه شي، نو ټول کارونه به وروسته پاتې شي.

د لوګر یو بل اوسېدونکی حاجي محمد ګل وايي ، تذکره او پاسپورټ د هر وګړي یوه ضروري اړتیا ده.

"که تذکره وي، که پاسپورټ وي، دې ته خو ټول خلک ضرورت لري، ځکه دا یوه لار ده، په دې لاره باندې خلک نورو دولتونو ته هم تللی شي، هر کار کولای شي، مثلاً که یو ځای کې چا درباندې شک راغی درته وايي راکړه تذکره دې، ته به ورته وايې چې دا مې تذکره ده. "

د لوګر د حکومتي ادارو مامورین وايي، دوی خپلو ادارو ته حاضري ورکوي خو ځینو اداري او تخنیکي ستونزو د دوی اجرت د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت امریت د تذکرو د وېش مسوول نقیب الله مشال راډيو ته وویل، د ولایت مقام په لارښوونه ټول اداري کارونه کولای شي خو یوازې د تذکرو وېش لپاره امر ته په تمه دي.

مدیر نقیب الله زیاتوي، اوسمهال د تیرو کارونو په تصفیه بوخت دي او تر راتلونکو دوه، درې ورځو پورې به د تذکرو ویشل هم پیل کړي.

بل لوري ته په لوګر کې طالب چارواکي د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي یو شمېر ملکي ادارو له مخکې خپل کارونه پیل کړي او پاتې ادارې به هم په څو ورځو کې فعالې شي.

د سېپېټمبر پر اوومه نېټه د لوګر والي محمدعلي جان مشال راډیو ته وویل، چې په راتلونکو دوه، درې ورځو کې به د تذکرو او پاسپورټ دفترونه هم فعال شي.

محمدعلي جان زیاته کړه: "ځینې ادارې داسې دي، چې هغوی خپل کارونه پیل کړي دي، لکه ښاروالي، ترانسپورت، ټرافیک یا داسې نور ملکي ادارات کاملاً جوړ دي او د پخوا په شان خپل خدمتونه وړاندې کوي، هغه ادارې چې اسباب يې مکمل دي، کارونه يې وروسته نه دي پاتې، په نن او سبا کې په دغو ادارو باندې هم تیز کار وکړو، ځینې اسباب يې لږ، لږ کمبود دي، چې دا ورته برابر کړو، نور انشاالله مشکل حل دي. "

په افغانستان کې د طالبانو د واک په لاس کې د اخيستو درې اوونۍ شوې خو تر اوسه هم ډیری ملکي ادارې چې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کوي، نه دي پرانیستل شوي او خلک له دې کبله ستونزې لري.

XS
SM
MD
LG