د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک وايي، په دې لیک کې طالبانو د دې تر څنګ چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ونډې غوښتنه کړې ده، ویلي یې دي چې طالبان غواړي په ملګرو ملتونو کې سهیل شاهین د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړي.
په نویو ګمارل شوېو کسانو هم دې ډلې ته نېږدې کسان ځای شوي او ښځو ته بیا هم په کې کومه څوکۍ نه ده ورکړل شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي چې په افغانستان کې خلک د درملو د نشتوالي له امله مري.
ګویتېرېش وايي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي.
لاریون کوونکو ښځو شعارونه ورکول چې "ازادي، زدهکړه او کار" زموږ حق دی. لاریونوالې دا غوښتنه هم کوله چې "ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي."
خوست په افغانستان کې د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ګڼل کېږي خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.
د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر فيليپو ګرانډي دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۱۷مه له کابله تر ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي چې د سېپېټمبر پر ۱۸مه سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې د طالبانو په رېنجر موټر چاودنه شوې، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
ای اېم اېف ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې هېواد کې د "روان بشري کړکېچ" د مخنیوي لپاره دې بیړني ګامونه پورته کړي.
برادر د افغانستان له ملي ټېلیویزن سره په مرکه کې چې بېګا شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.
افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته