د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړي


په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستان کډوال وايي مناسبې سرپناوې نه لري - د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر اتمې انځور.

د پکتیکا په برمل او لمن کې د شمالي وزیرستان کډوال د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو زیاتولو غوښتنه کوي.

دوی د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پکتیکا سوړ ژمی لري او هلته مېشت وزیرستاني کډوال د ژمي لپاره خوراک او مناسبې سرپناوې نه لري.

وزیرستاني کډوال دا هم وايي، چې په یاد ولایت کې ۱،۰۰۰ کورنۍ داسې دي چې راجسټر شوي نه دي او له هر ډول مرستو څخه بې برخې دي.

د پکتیکا د لمنې په کیمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال زاهدالله وویل، دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او اندېښنه لري، چې په داسې حال کې به د دوی لپاره په ژمي کې وخت تېرول لا ګران شي.

زاهدالله وايي، تېر حکومت دوی ته د کال شپږ میاشتې مرسته ورکوله، چې هغه هم دوی ته په صحیح ډول نه رسېده. "له دوی سره دې میاشتنۍ مرستې وشي او دا چې د پکتیکا ژمی سوړ دی، نو دوی سره د خیمو او نقدو پیسو مرسته هم وشي، موږ په ساړه ژمي کې په خیمو کې وخت تېروو، نور مو هېڅ اسباب نشته. "

د برمل ولسوالۍ د نوې اډې سیمې استوګن اجمل داوړ وايي، په مخکیني حکومت کې ورته یوازې څو وارې مرسته ورکول کېده چې د دوی ګوزاره ورباندې نه کېده.

دی له طالبانو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې هغوی دې ورسره میاشتنۍ مرستې وکړي او هم دې د ژمي لپاره نوې خیمې ورکړل شي.

دوی دا غوښتنې تر هغې یوه ورځ وروسته کړي چې طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه په کابل کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.

په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال اکبرعلي وویل، دوی ژمنیو توکیو، خیمو او نقدو پیسو ته اړتیا لري. "موږ له نوي حکومته دا غوښتنه کوو، چې موږ ته هره میاشت مرسته ورسوي. بل ژمی راغی، خیمو او پیسو ته ډېر ضرورت دی، خلک په ډېر مشکل کې دي، کاروبارونه نشته. "

د پکتیکا چارواکي وايي، په وروستیو کې چې په افغانستان کې طالبانو واک ونیوه، د ډېریو موسسو کارونه ودرېدل، خو اوس هغو ناحکومتي ادارو ته طالبانو اجازه ورکړې او په نېږدې راتلونکې کې به خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي.

د پکتیکا د کډوالو چارو رییس زمریالي فضل یار څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول، د مرستو هغه ونډه چې کورنیو بې ځایه شویو او وزیرستانيو کډوالو ته په پام کې نیول شوې به ورته په خپل وخت ورکړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې له وجې یې لاکونه خلک کډوال شول. په هغو کې زیاتره په پاکستان کې پاتې شول خو زرګونه کورنۍ د افغانستان پکتیکا، پکتیا او خوست ته واوښتې. په هغوی کې سلګونه کورنۍ په پړاوونو کې وزیرستان ته ستنې شوې، خو یوه لویه برخه یې لا هم هلته اوسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG