د ګویتېرېش په وینا ، دا کنفرانس د دې لپاره نه دی چې د افغانستان خلکو ته به څه ورکوو، بلکې موږ د دوی پوروړي یو."
د پکتیا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس چې دا وېډیو یې کړې مشال راډیو ته وویل، د نښترو د پرې کولو سربېرهیې، چارتراش/دابونه هم لیدلي چې قاچاق یې روان و.
متقي د سېپټېمبر ۱۲مې پر ماښام رسنیو ته د محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د طالبانو د حکومت د مشر محمد حسن اخوند د ملاقات په اړه رسنیو ته په بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو چارواکو "په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او د نړیوالو د غبرګون او چلند پر رابطه خبرې" وکړې
عبدالباقي حقاني دا اعلان د سېپټمبر پر ۱۲مه نېټه په ورځ په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ.
د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی، چې د پاکستان هېواد لخوا ورته مرستې رالیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي رحمت الله نړیوال او د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د دې کسانو وژنه تایید کړې خو زیاتوي چې طالبان په دې پېښو کې ککړ نه دي.
غني چې کله له هېواده ووت نو لومړی روسیو رسنیو رپورټ ورکړ او بیا په افغانستان کې دننه او بهر رپورټونه خپاره شول او ګنګوسې ګډې شوې چې پکې تور پورې شوی چې نوموړی له "لسګونه میلیونه ډالرو سره تښتېدلی."
کډوالو د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پکتیکا سوړ ژمی لري او هلته مېشت وزیرستاني کډوال د ژمي لپاره خوراک او مناسبې سرپناوې نه لري.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه شي.
دا اعلان د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد د سېپټېمبر پر اوومه نېټه په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. هغه وويل چې د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو ادارې تړلي وي او له دې کبله يې کارونه له یوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته