د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګېلینډ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د کابل د سفر پر مهال وویل، افغانستان د اقتصاد د پرځېدو امکان له وجې له بشري ناورین سره مخامخ دی.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په حواله ویلي چې د افغانستان ویناوال به غلام محمد اسحاقزی وي.
د طالبانو لخوا د خوست لپاره ټاکل شوی والي مولوي محمد نبي عمري وايي، د خلکو لپاره کارموندنه دوی ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې يې هڅې روانې دي.
د امریکا د خزانې وزارت د سېپټمبر پر ۲۴ مه په یوه بیان کې وویل چې امریکايي حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو تنظیمونو ته یې له افغانستان سره د بشري مرستو اجازه ورکړې ده.
دوی زیاتوي، په ګمرک کې د میوو او ترکاریو لارۍ درول کیږي، چې د ترکاریو د خرابیدو لامل کیږي او بل دا چې پاکستانی لارۍ د دې اجازه لري، چې خپل مالونه تر کابله ولیږدوي، خو افغاني لاریو ته بیا دا اجازه نه ورکول کېږي.
په دې پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، ویل شوي چې ځیني کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
چین او روسیې د طالبانو د تیرې میاشتې بریا د امریکا ماتې وګڼله او څرګنده یې کړه چې له طالبانو سره کار وشي، خو د امنیت شورا یوه غړي هم دا و نه ویل چې دوی به د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت پیژني.
د تېرې میاشت په نیمايي کې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې د هغه هېواد روغتیايي نظام د ((پرځېدو)) له خطر سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک وايي، په دې لیک کې طالبانو د دې تر څنګ چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ونډې غوښتنه کړې ده، ویلي یې دي چې طالبان غواړي په ملګرو ملتونو کې سهیل شاهین د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړي.
په نویو ګمارل شوېو کسانو هم دې ډلې ته نېږدې کسان ځای شوي او ښځو ته بیا هم په کې کومه څوکۍ نه ده ورکړل شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي چې په افغانستان کې خلک د درملو د نشتوالي له امله مري.
ګویتېرېش وايي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته