د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشېر: طالبانو او مزاحمتي جبهې ترمنځ نښتې، جبهې د پريان د بېرته نيولو ادعا کړې


د پنجشېر مرکز بازارک د سر ښار کابل نه د جنوب شمال لور ته په ۱۰۰ کلیومیټره کې پروت دی.
د پنجشېر مرکز بازارک د سر ښار کابل نه د جنوب شمال لور ته په ۱۰۰ کلیومیټره کې پروت دی.

د افغانستان پنجشېر ولایت په سر د مزاحمتي جبهې او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او دواړو غاړو په تازه نښتو کې د بریاوو ادعاوې کړې دي.

دا مهال له پنجشېره پرته ټول افغانستان د طالبانو په واک کې دی. طالبانو د سېپټمبر پر څلورمه ادعا کړې چې د دې ولایت مرکز بازارک ته نزدې شوي او په نورو سیمو کې یې هم پرمختګ کړی دي.

د دوی په ادعا، د پنجشېر پریان، شُتل، عنابه، خنج او ابشار ولسوالۍ یې نیولې دي.د پنجشېر مرکز بازارک د سر ښار کابل نه د جنوب شمال لور ته په ۱۰۰ کلیومیټره کې پروت دی.

خو د سپټېمبر پر پنځمه نېټه د ملي مزاحمت جبهې پر ټويټر پاڼه ادعا کړې چې له طالبانو يې د پريان ولسوالۍ بېرته نيولې ده. د دې ډلې یوه ویاند فهیم دشتي پر ټوېټر لیکلي چې "سلګونه" طالبان د مقاومت په نتیجه کې وژل شوي، نیول شوي یا ایسار پاتې دي. البته طالبانو د دې تازه ادعاوو په اړه څه نه ويلي. په خپلواک ډول د دواړو غاړو د ادعاوو تصديق نه دی شوی.

د افغانستان طلوع ټیليويژن د طالبانو د کلتور د کمېشن یو غړي له خولې ویلي چې طالبانو د پنجشیر ولایت څلور ولسوالۍ نیولې دي خو په دې ولایت کې د روانو حالاتو په اړه تصدیق په سمدستي توګه ممکن نه دی.

له دې وړاندې د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر او د ملي مزاحمت د جبهې یو مخکښ امرالله صالح په یوه ویډیويي پیغام کې منلې وه چې د دې ډلې ځواک له سختو حالاتو سره مخامخ دی خو هوډ يې ښوولی وو چې مقاومت به جاري ساتي.

دا راز د ملي مزاحمت جبهې یو قومندان مشال راډیو ته ویلي چې په وروستیو نښتو کې یې اووه طالبان وژلي دي خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د اګست پر ۱۵ مه د کابل نیولو راهیسې طالبان د جبهې له مزاحمت سره مخامخ دي. په دې ډله کې د طالبانو مخالف قوتونه ځايي مشر احمد مسعود ته وفاردار دي. په پنجشېر کې روانې جګړې د کورني جنګ د امکان په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG