د طالبانو چارواکو تایید کړې چې په کندهار کې په دوو جلا جلا پېښو کې پخواني پولیسان وژل شوي دي.
له رپورټونو سره سم، وسله والو دا کسان د سېپټېمبر پر اتمه د کندهار په پینځمه او نهمه ناحیه کې له کورونو ایستلي او بیا یې وژلي دي.
په لومړۍ پېښه کې چې د ښار په نهمه حوزه کې شوې پکې د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د یوې پوستې قوماندان توریالی او د هغه درې وروڼه وژل شوي.
دویمه پېښه د ښار د پینځمې حوزې د نساجي له پله سره شوې چې پکې د امنیه قوماندانۍ د جنايي څانګې کارکوونکی فدا محمد له کوره ایستل شوی او وژل شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي رحمت الله نړیوال او د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د دې کسانو وژنه تایید کړې خو زیاتوي چې طالبان په دې پېښو کې ککړ نه دي.
طالبان وايي، د پېښو پلټنې کوي او پکې د ککړو کسانو نیولو هڅې کوي.
د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه او عمومي عفوه یې اعلان کړه. خو له هغې ورځې راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د پخوانیو پولیس او پوځي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو د وژنو رپورټونه ورکول کېږي.
د سېپټېمبر پر پینځمه په غور کې د یوې پخوانۍ پولیسې کورنۍ وویل چې نګار"نامعلومه وسله والو" ویشتلې ده. د نګار د کاکا زوی پیر محمد مشال راډیو ته وویل چې درې کسانو له پولیسو سره د همکارۍ په تور ووژله. د نګار کورنۍ وايي چې نوموړې حامله هم وه.
پر ټولنیزو شبکو یوشمېر خلکو د پېښې په غبرګون کې لیکنې کړې دي او تور یې پورې کړی چې طالبانو نګار وژلې.
خو د غور لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسوول نېک محمد حذیفه دا تور رد کړی وو او مشال راډیو ته یې ویلي ول چې په پېښه کې د ککړو کسانو لټون کوي.
د فېسبوک تبصرې