فرانس پريس اژانس وايي چې د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه شاوخوا ۵۰ ښځې د هرات سړکونو ته رواتلې وې. د اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې زده کړې، کار او امنیت د دوی حق دی. دوی زیاته کړې چې سره يو موټي دي او نه وېرېږي.
هیبت الله اخونزاده درې مرستیالان لري چې په هغې کې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر ځوی مولوي یعقوب، د حقاني شبکې مشر سیراج الدین حقاني او د طالبانو ډلې یو بنسټ ایښودونکې عبدالغني برادر شامل دي.
دا چې د نوي حکومت طرز او جوړښت به څنګه وي او له طالبانو پرته به پکې نور چاته ونډه ورکړل شي او که نه، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.
وروسته د افغانستان ملي مصالحې عالي شوری مشرعبدالله عبدالله په ويډيويي پېغام کې د [اشرف غني] له هېواده د وتلو تصديق وکړ.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مېکنزي د اګسټ پر ۳۰مه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.
د وزارت په وینا، په دې کې د کابل هوايي ډګر جنوبي دروازه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورغلې لار او شمال ختیځ لار یا د پنجشیر تیلو ستیشن ته نږدې دروازې څخه لرې شي.
طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرز او د بېلابېلو برخو لپاره پالیسيانې نه دې اعلان کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته