د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمد مسعود د افغان طالبانو پرضد د پاڅون تر غږ وروسته لاريونونه شوي


احمد مسعود
احمد مسعود

په افغانستان کې د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو پر ضد د ملي پاڅون غږ کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې کله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه په کابل کې يوې خبرې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې پنجشېر يې په بشپړه توګه نيولی او د ده په خبره اوس ټول افغانستان د طالبانو په واک کې دی.

پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهه له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو سره په جګړو بوخت وه. په دې جبهه کې د افغان پوځ پخواني غړي ، اپوزیشن ډلې او ځايي وسله وال شامل دي.

احمد مسعود د طالبانو د پنجشېر د نيولو تر ادعا وروسته د سېپټېمبر پر شپږمه په خپله ټويټر پاڼه وليکل چې مقاومت به دوام لري او پر خلکو يې د ملي پاڅون ږغ وکړ.

هغه زیاته کړه چې تیره اوونۍ د پنجشېر ولایت په سلو کې اتيا برخه ځمکه طالبانو نيولې وه خو د مقاومت جبهې ځواکونو ورڅخه بیا په یو ساعت کې بېرته نيولې وه.

د احمد مسعود تر دې غږ وروسته د سېپټېمبر پر شپږمه د شپې مهال په کابل او ځينو نورو سيمو کې لاريونونه وشول. په ټولنيزو رسنیو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې خلک لارو ته راوتې او شعارونه ورکوي. البته د دې ويډيګانو د کره والي تصديق نه دی شوی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري بېګاه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک پاڅېدلي او دا به د خلکو د مبارزې یو نوی باب وي.

افغان طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ته له ننوتو سره له پنجشېر ولايت پرته پر ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړی وو. افغان ولسمشر اشرف غني هم په دغه ورځ هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

طالبان د نوي حکومت په جوړېدو بوخت دي او ذبيح الله مجاهد ويلي چې ډېر ژر به خپل حکومت اعلان کړي.

دي او ذبيح الله مجاهد ويلي چې ډېر ژر به خپل حکومت اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG