د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د پنجشېر ولایت نیولو دعوه کړې


یو شمېر خلک پنجشېر ته نېږدې په ګلبهار سیمه کې د طالبانو له ګاډو سره ولاړ دي. د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر څلورمې انځور.
یو شمېر خلک پنجشېر ته نېږدې په ګلبهار سیمه کې د طالبانو له ګاډو سره ولاړ دي. د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر څلورمې انځور.

طالبان وایي، پنجشېر ولایت‌ یې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. خو د مقاومت ملي جبهې د طالبانو دعوه رد کړې.

پنجشېر یوازینی ولایت وو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې تر کنټرول لاندې وو. طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سېپټېمبر پر شپږمه سهار وختي په یوه بیان کې وویل چې د پنجشېر له نیولو سره "افغانستان په بشپړ ډول له جنګي" حالته ووت.

نوموړي په بیان کې د پنجشېر ولس ته ډاډ ورکړی چې هېڅ توپیري چلند به ورسره نه‌کېږي او په ګډه به د یوه هېواد او یوه هدف لپاره سره خدمت کوي.

خو د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري د طالبانو ادعا رد کړې او بي بي سي ته‌ یې ویلي چې طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول نه‌ دی نیولی.

په خپلواکه توګه د جګړې د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدېدای ځکه چې پنجشېر ته تللې ټولې لارې او مخابراتي شبکې طالبانو بندې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG