د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو رسنیو ته د خپرونو واضحه طرحه نه ده ورکړې: خوستي خبریالان


خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.
خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.

د افغانستان د خوست ولایت خبریالانو او د رسنیو استازیو له طالبانو غوښتي چې د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي او د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

دوی ویلي چې باید د طالبانو له خوا دوی ته د خپرونو لپاره واضحه طرحه ورکړل شي او د مالي سرچینو په موندلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.

په خوست کې د کلید راډیو مشر نوراجان بهیر په دې اړه مشال راډیو ته وویل، د دوی غوښتنه دا ده چې خبریالانو او رسنیو چې په تېرو دوه لسیزو کې د بیان د ازادۍ لپاره کومې قربانۍ ورکړې دي، هغو قربانیو ته دې درناوی وشي او د بیان ازادي دې وپالل شي.

نوراجان بهیر زیاته کړه، "لکه څه ډول چې په تېرو دوه لسیزو کې رسنیو د بیان له ازادۍ په استفادې د خلکو ستونزې او شکایتونه شریک کړي دي، په بیلابیلو مواردو يې نیوکې کړې دي، هماغسې خپل کار ته دوام ورکړي، همدارنګه نوی نظام په عموم کې د ژورنالیستانو خوندیتوب ته کار وکړي، د دې تر څنګ د سرچینو په پیدا کولو کې دوی سره مرسته وکړي."

ده زیاته کړه چې همداشان که دوی غواړي چې په مرکز او ولسوالیو کې رپوټونه جوړ کړي، هغوی سره همکاري وکړي چې څوک د دوی پر وړاندې خنډ نه شي.

د غرغښت راډیو تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل له طالب چارواکو سره ګډه ناسته ګټوره وبلله او ویې ویل چې دوی د رسنیو ځینې اقتصادي مشکلات او ورځنۍ ستونزې ورسره شریکې کړې دي.

ده مشال راډیو ته وویل چې طالب چارواکو ډاډ ورکړ چې رسنۍ به د خپل بې پریتوب د اصل په چوکاټ کې خپرونې پرمخ بیايي او رسنۍ هم ژمنې دي، چې د رسنیو د اصولو په رڼا کې خپلو ولسونو ته کار وکړي.

د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو لپاره اوس مهمه پوښتنه داده چې دوی د کومې طرحې له مخې خپلې خپرونې پرمخ بوځي.

دوی وايي، د نوي نظام په راتګ سره بدلونونه راغلي، نو که چیرې دا بدلونونه دوی ته مشخص شي، د دوی په رسنیزو فعالیتونو کې به اسانتیا رامنځته شي.

په خوست کې د ژمن راډیو تلویزیون د خپرونو مدیر رفیع الله ضمیر هیله وښوده چې د رسنیو ازادي، د رپوټ جوړولو او د خپرونو د وړاندې کولو برخه به د پخوا په شان خپلواکه پاتې شي.

ده وویل، د دوی خپرونې باید سانسور نشي او هغه ژمنې چې طالبانو وکړې، هغه دې عملي کړي.

بل لوري ته د طالبانو د رسنیو د برخې مسوولین وايي، چې اوس هم رسنۍ خپله ازادي لري او کولای شي، د ټولنې واقعتونو ته انعکاس ورکړي او پر نیمګړتیاوو نیوکې وکړي.

د طالبانو لخوا په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ همدارنګه د ولایت د رسنیو د برخې مسوول مولوي اختر محمد عکرمه وویل، دوی به د رسنیو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه کوي.

ده وویل، "د ازادو رسنیو استازیو، نشراتي مدیرانو او همکارانو يې خپلې ستونزې موږه سره شریکې کړې، د دوی د ستونزو د حل په خاطر مو دوی ته ډاډ ورکړ، دوی ته مو وویل، چې ازاد نشریات کوئ، تاسو ازاد ياست او ازاد به وئ، ازاد به اوسئ، د هېچا په پلوي نشریات مه کوئ."

نوموړي‌ وویل چې د امنیت ډاډ یې ورکړی او لرې پرتو سیمو ته د تګ لپاره هم یې باور ورکړی چې هېڅ ډول ستونزه به نه وي.

په خوست کې د رسنیو د فعالیتونو د دوام لپاره داسې مهال طالب چارواکي د مرستو ژمنه کوي چې همدا اوس د دې ولایت یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله د دریدلو د جدي ګواښ سره مخامخې دي.

خوست کې دا مهال ۱۴ راډیو ګانې او ۴ تلویزیونونه موجود دي. په دوی کې تر اوسه یوه سیمه ییز تلویزیون خپلې خپرونې بیرته نه دي پیل کړي.

XS
SM
MD
LG