د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت او کابینې اعلان غبرګونونه پارولي


طالب مشران وايي، د افغان ولس له ضرورتونو سره سم یې کابینه جوړه کړې. انځور- ارشیف
طالب مشران وايي، د افغان ولس له ضرورتونو سره سم یې کابینه جوړه کړې. انځور- ارشیف

د طالبانو له لوري د سرپرست حکومت اعلان د افغانستان دننه او بهر غبرګونونه پارولي دي.

احمد مسعود چې په پنجشېر کې د طالبانو پرضد د وسله والې ملي جبهې مشري کوي د طالبانو د کابینې اعلان غیر قانوني بللی او ویلي دي چې دا له افغانانو سره د دښمنۍ په معنا ده.

مسعود د سېپټېمبر پر اتمه په اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان خلکو په تېرو وختونو کې د ځان غوښتنې، افراطیت، د ترهګرو، مېرمنو ضد حکومت په وړاندې مقاومت کړی او اوس به هم له طالبانو او ترهګرو څخه د هېواد د ژغورنې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د مقاومت د ملي جبهې مشر احمد مسعود وايي، د طالبانو حکومت ضد به مبارزې ته دوام ورکوي. انځور له ارشیفه.
د مقاومت د ملي جبهې مشر احمد مسعود وايي، د طالبانو حکومت ضد به مبارزې ته دوام ورکوي. انځور له ارشیفه.

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو د خپلو ادعاوو برخلاف د کابینې په اعلان سره د ټولنې یوه لویه برخه له پامه غورځولې ده.

د دې ګوند مشر صلاح الدین رباني د سېپټېمبر پر اتمه پر فېسبوک په بیان کې ویلي چې طالبانو ژمنه کړې وه چې ټولشموله حکومت به جوړوي.

اخوا د بلخ پخواني والي او له جمعیت اسلامي د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور بیا د طالبانو کابینه "قومي" بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو دا کړنه د هر ډول قانون خلاف عمل دی.

عطا محمد نور وايي، د طالبانو کابینه هېڅ ډول تخصص نه لري
عطا محمد نور وايي، د طالبانو کابینه هېڅ ډول تخصص نه لري

نور ویلي چې د طالبانو کابینه هېڅ ډول تخصص نه لري او د افغانستان اساسي قانون په کې هېڅ ځای نه لري.

طالبانو د کابل له نیولو نېږدې ۲۰ ورځې وروسته د سېپټېمبر پر اوومه خپله کابینه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل چې تر ډېره معرفي شوي کسان د طالبانو نېږدې غړي دي او دینې زده کړې لري خو مېرمنو ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی.

دلته پوښتنه دا ده چې دا کابینه څومره مسلکي ده؟

د ولسي جرګی غړی جاوېد ساپي د سېپټېمبر پر اتمه وویل، "په دې کابینه کې ټول غیر مسلکي کسان دي، هېڅ ډول انډول پکې په نظر کې نه دی نیول شوی. هغه دوی چې کوم د ټولشموله حکومت خبره کوله هغه ناسمه ده، په دې کابینه کې ډېر اړخونه او قومونه نه شته، نو دې ته یو پوره او ښه کابینه نه شو ویلای. زه فکر کوم چې له دې سره په دې وطن کې بې اتفاقي نوره لا هم زیاته شي."

خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه شي.

نوموړي وايي، په اوسنیو بحراني حالاتو کې اړتیا وه چې باید هر څه ژر یو سرپرست حکومت رامنځته شي. "ښايي طالبان وروسته په دې وتوانېږي چې دا کابینه افغان شموله کړي، ځکه لا هم ځینې وزارتونه او ادارې پاتې دي، خو دلته یوه لویه ستونزه دا وه چې د واک خلا رامنځته شوې وه او هر چا غوښتل چې باید حکومت جوړ شي، نو فکر کوم چې وروسته به طالبان یو پوره افغان شموله حکومت ولري."

د طالبانو ځینو غړو هم ویلي چې دا کابینه به د یوه بل ټولشموله حکومت تر جوړېدو پورې د لنډ وخت لپاره وي خو په ۱۹۹۶ز کال کې هم طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړې وه چې په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو رژیم تر نسکورېدو پورې سرپرسته پاتې شوه.

پر ټولنیزو رسنیو هم د طالبانو کابینې په اړه خلکو نظریات خپاره کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو دا تر ډېره غیر مسلکي کابینه یاده کړې ده خو ځینو نورو بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت له کابینې سره پرتله کړې او لیکلي یې دي چې هغه مهال هم تر ډېره افغانستان مسلکي کابینه درلوده خو فساد پکې اوج ته رسېدلی وو.

دوی هیله ښوولې چې نوې کابینه به د فساد په وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

نړیوال غبرګونونه

واشنګټن ویلي چې د طالبانو په سرپرست حکومت کې د هغو غړو موجودګۍ اندېښمن کړی چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف خلاف په جګړه کې ښکیل ول او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د سختدریځه واکمنۍ پر مهال د هغې ډلې مهم کسان ول.

دا خبره امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اوومه تر هغې څو ساعته وروسته په بیان کې کړې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د سرپرست حکومت کابینه اعلان کړه.

امریکا وايي په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده. انځور - ارشیف
امریکا وايي په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده. انځور - ارشیف

وزارت په بیان کې ویلي، "په اعلان شوي فهرست کې یې نومونه وکتل چې پکې یوازې د طالبانو غړي او یا د هغوی نېږدې ملګري دي او پکې هېڅ ښځه شمولیت نه لري."

په بیان کې راغلي چې امریکا په کابینه کې د موجودو ځینو کسانو تړاوونو او سابقې هم اندېښمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د نوې کابینې غړي یا طالبان دي او یا هم د طالبانو نژدې ملګري، او ښځې هم پکې نه شته.

خو بیان پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم یاد کړي زیاتوي، واشنګټن پوهېږي چې طالبانو دا وخت یو نګرانه یا سرپرسته کابینه اعلان کړې ده خو د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی له خبرو نه بلکې عمل ته په کتو کې وي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان د نوي حکومت ترکیب په اړه اندېښنه ښوولې.

د دې ډلې یوه سلاکار ابراهیم باهیس ویلي چې په ۳۳ کسیزه کابینه کې ډېری پښتانه او یوازې دوه تاجکان او یو ازبک شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG