ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د ناامنیو او قدرتي افتونو له وجې څه باندې یو لاک اته زره کسان بې کوره شوی دي.
نن د سېشنبې په غرمه په کندهار ښار کې د فابریکې له سرای سره په یوه موټربم برید کې له چاودنې ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ژوبل دي.
د دوشنبې په شپه د وطنپاله ځوانانو ټولنې غړيو د ښاروالۍ تالار کې د جلال اباد لوبغالي کې د وژل شویو کسانو چې پکې د وطنپاله ځوانانو مشر هم شامل وو، فاتحه وکړه.
د ننګرهار لپاره ټاکل شوی نوی والي حیات الله حیات وايي، که د ولس مرسته ورسره وي، دی به ټول هغه صلاحیتونه په کار واچوي،چې د لایحې له مخې ورکړل شوي دي. نوموړي د مې په شلمه، په جلال اباد کې د خپلې دندې د سنبالولو پر مهال دغه څرګندونې وکړې
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې د رمضان کپ پيل شوو سياليو پر مهال درې پر لپسې چاودنې شوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د پراخو غونډو پر جوړولو سلا شوي دي چې پکې به د اسلام تر مقدس دین لاندې پر افغان سوله بحث کېږي.
د ترکیې په استانبول ښار کې د بيتالمقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.
د فراه والی عبدالبصیر سالنګي د چارشنبې په سهار مشال راډيو ته وویل، افغان ځواکونو وسلهوال طالبان پرېنښودل چې د مهمو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي.
د فراه والي: افغان ځواکونو د فراه پر ښار د طالبانو ډلهییزه حمله ناکامه کړه
په داسې حال کې چې د فراه ولایتي شورا د فراه ښار زیاترو سیمو ته د وسلهوالو طالبانو د ننوتو خبره کوي، خو د ...
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افراطي ډلې چې د مسلمانانو د وژنو او تمدني هویت د ختمولو هڅه کوي، د امام ابوحنیفه له ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته