د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسی خېلو اوسیدونکو د نجونو تعلیم جبري کړ


د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه.

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.

د منګلو مشران وايي، چې د زامنو په شان يې د لوڼو تعلیم هم ارزښت لري، ځکه هغوی باید خپلو خویندو او میندو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه شي.

د منګلو د قوم یاده جرګه چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې له ادارې يې غوښتي، چې په یاده لیرې پرته ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.

نن د شنبې په ورځ د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل مشال راډیو ته وویل، چې د ولس د هوساینې او له احتیاجیو څخه د ښځینه قشر د دایمي خلاصون اساسي لاره همدا ده، چې خویندنې او لوڼې مو زده کړې وکړي او موږ په خپله سیمه کې دا ظرفیت وروزو، چې هېڅ خور او لور نورو ته محتاجه پاتې نشي.

ګلاب منګل ځايي قومي مشران، سپین ږیري او ځوانان پدې وستایل چې د هېواد په کچه يې دومره حیاتي پرېکړه وکړه، چې نورو ولسونو او قومونو ته به هم سرمشق وګرځي او د دوی پر پله به قدم کیږدي.

په غونډه کې قومي مشر منډایر منګل په یاده ولسوالۍ کې د زیږون پر مهال د ښځو مړینه او نورې ستونزې لدې کبله وبللې، چې نجونې او ښځې نالوستې دي، نه له یوې بلې سره مرسته کولای شي او نه هم د ژوند د خوندیتوب په هغه لومړنیو مسایلو پوهیږي.

منډایر منګل وویل، که په کورنۍ کې یوه خور، لور لوستي وي نو ټوله کورنۍ ورسره باسواده کیږي.

د نجونو د تعلیم په باب قومي پرېکړه لیک چې د یادې ولسوالۍ یو تن مدني فعال سیدالله حقمل لخوا ولوستل شو، په کې راغلي، هر څوک چې د خپلو نجونو د تعلیم مخالفت وکړي، پنځه زره افغانۍ به ناغه ورکوي.

بلخوا د خوست د پوهنې ریاست چارواکي په موسی خېلو کې د نجونو د زده کړو کمزوری بهیر تائیدوي او وايي، چې پخوا د زده کړو له بهیر سره د خلکو د پوره همکارۍ د نشتون له کبله ستونزې پیدا شوې وې.

د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان، چې د یاد ریاست د بیلابیلو برخو د مسوولینو په ملتیا د موسی خېلو ولسوالۍ ته د زده کړو د ښوونیز بهیر د ارزونې په موخه تللی وو، وویل د نجونو د تعلیم په اړه د مشرانو د قومي پرېکړې سره به یادې ولسوالۍ خپله پاملرنه ډېره کړي.

ښاغلي روښان زیاته کړه، پدې برخه کې به د همکارو ادارو او موسساتو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

ده هیله څرګنده کړه، چې د دې قومي پرېکړې په پلي کیدو سره د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو تعلیمي بهیر چټک او اغېزمن شي.

د نجونو د تعلیم په برخه کې د موسی خېلو د قومي مشرانو پرېکړه په خوست کې روڼ اندو، چارواکو، مدني ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ستایلې او هیله يې څرګنده کړې ده، چې ټول قومونه په ورته توګه د قومي تړونونو له لارې تعلیمي بهیر غښتلی کړي.

XS
SM
MD
LG