د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه ته تازه دم ځواکونه استول شوي


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سېشنبه ملي دفاع وزارت ته ورغلی وو او فراه ته‌ یې د تازه امنیتي ځواکونو استولو امر وکړ چې د فراه ښار زیاترو سیمو ته د وسله‎والو د ننوتو خبره کېږي.

د دفاع وزارت وايي، ملاتړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.​ دیاد وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس‎مهال وسله‎وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په محاصره کې دي. او ​جګړه د ۷۰مې فرقې چې له ښاره درې کېلومیټره لیرې ده، دوام لري.

بلخوا د افغانستان اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي چې نوي کمانډو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه زندان ته استول شوي دي.

فیصل لیکلي چې فراهیان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، جګړه روانه ده، خو د ورځې تر پایه به وضعیت بدل شي.

د فراه د ولایتي شورا یوې غړې جمیلې امنیتي له فراه ښاره په ټيليفون خبري اژانسونو ته ویلي چې الوتکو بمبار شروع کړی، له کندهاره سپېشل فورس او له هراته کمانډو ځواکونه فراه ته روان شوي دي.

فرانس پرېس وايي، د فراه ښاریان د چاودنو او جګړې له امله وحشت ځپلي او درنه جګړه روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې د افغانستان کورني او بهرني ځواکونه ګډه بمباري کوي، خو د نړیوالو ځواکونو قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې حمله دوی کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان په ملي شورا کې د فراه ولایت یو شمېر استازو د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG