د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر فاتحه


د جلال اباد لوبغالي کې د بمي چاودنې وژل شویو په یاد کې چې د وطنپاله ځوانانو مشر هم پکې شامل وو، فاتحه وشوه. ۲۰ مې ۲۰۱۸
د جلال اباد لوبغالي کې د بمي چاودنې وژل شویو په یاد کې چې د وطنپاله ځوانانو مشر هم پکې شامل وو، فاتحه وشوه. ۲۰ مې ۲۰۱۸

د تېرې شنبې په شپه چې په جلال اباد کې د کريکټ د رمضاني سيالیو د پیلېدو پر مهال په لوبغالي کې چاودنې شوې وې، د يو شمېر نورو په ګډون په کې د سيالیو ترتیبوونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر هم وژل شوی و. د دوشنبې په شپه د یادې ټولنې غړي د ښاروالۍ تالار ته ورټول شوي ول او د هغه روح ته د دعا تر څنګ يې د هغه په یاد شمعې ولګولې.

د ننګرهار والي حیات الله حيات په خپلو تاثراتو کې ډاډ وښود چې وطنپاله ځوانان به د ارواښاد زهير په لار پسې ځي. ''هغه له خپل ځان سره ډېر ځوانان روزلي دي او هغه ځوانان به د زهير صاحب په پل باندې قدم ږدي، هغه به د ولسونو پر وړاندې د هر ډول نادودو، ناورینونو او ستونزو پر اړه پر چارواکو او پر هر هغه چا چې د ولس پروړاندې تېری کوي، غږ به پورته کوي.''



د وطڼپاله ځوانانو ټولنې يو تن فعال غړی او د کريکټ بورډ د سپین غر زون پخوانی مشر قرار عزیزي چې په یاده پېښه کې ټپي شوی هم وو، وايي چې دوی به د خپل مرحوم مشر لار تعقیبوي او هېڅ ډول ګواښونه به يې ارادې کمزورې نه کړي، ''د ننګرهار په ټولو ځوانانو کې يوه روحیه موجوده ده، يو اتحاد موجود دی، يوه مینه موجوده ده او د دښمن په داسې پېښو باندې زموږ روحیه نه شي کمزورې کولای. موږ به د هغه هر ارمان ته ځان رسووو، موږ به خپلې ملي ورځې او برنامې د پخوا په څېر لمانځو.''
په ننګرهار کې اکثر وخت ورته پېښې رامنځته کېږي چې يا خو نه څېړل کېږي او که وڅېړل هم شي، نو پايله يې له ولس سره نه شريکېږي.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني له چارواکو غوښتنه وکړه چې د یادې پېښې څېړنه وکړي او پایلې يې له ولس سره شريکې کړي: ''د دې پېښې ويډیو که وکتل شي، که څه هم موږ مسلکي نه یوو، خو په نسبي شکل تقریباً د يوې دسیسې شکل لري، هيله مو دا ده چې د دې پېښې قناعت بخښوونکي نتیجه یا ځواب موږ ته وویل شي.''

د وطنپاله ځوانانو ټولنې فعاله غړی او د کريکټ بورډ د سپین غر زون پخوانی مشر قرار عزیزي
د وطنپاله ځوانانو ټولنې فعاله غړی او د کريکټ بورډ د سپین غر زون پخوانی مشر قرار عزیزي


خو د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي چې د ولسمشر په ځانګړې سپارښتنه د پېښې د څېړلو لپاره يو ګډه پلاوي ټاکل شوی او ډاډ ورکوي چې پایلې به يې ولس سره شريکوي:

''د ولسمشر په هدایت د دې پېښې د څېړلو لپاره يو ځانګړی مشترک پلاوی ټاکل شوی تر څو د زهير صاحب او د هغه د ملګرو د شهادت او زخمي کېدو، موضوع کره وڅېړي. زه اطمنان درکوم چې په دې کې به هېڅ هم موږ له ولسونو نه پټ نه کړو.''

د ذکر وړ ده چې د تېرې شنبې په شپه چې د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه په کريکټ لوبغالي کې د رمضاني سياليو د پیلېدو پر مهال پرلپسې درې بمې چادونې شوې وې، اته تنه په کې وژل شوي ول او تر پينځه څلوېښت تنو پورې په کې ژوبل شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG