د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې موټربم چاودنې ۲۱ تنه وژلي۴۰ ژوبل


کندهار کې د موټربم چاودنې لوخړې ترسترګو کېږي. ۲۲ مې ۲۰۱۸
کندهار کې د موټربم چاودنې لوخړې ترسترګو کېږي. ۲۲ مې ۲۰۱۸

نن د سېشنبې په غرمه په کندهار ښار کې د فابریکې له سرای سره په یوه موټربم برید کې له چاودنې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

یوې امنیتي سرچینې ازادۍ راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د ملي امنیت سرتېرو ته پته لګېدلې وه چې په یو ګاډي کې بم اېښودل شوی وو او کله چې یې هغوی د شنډولو هڅه کوله نو چاودنه وشوله.

د کندهار والي ویاند داود احمدي ازادي راډیو ته وویل، موټر د وسله والو مخالفینو لخوا په هغه سرای کې درول شوی و چې د ده په وینا غوښتل یې په روژه او یا هم په اختر کې د کندهار ښار په یوې له ګڼې ګونې ډکې سیمه کې چاودنه ورکړي.

سرچینه وايي چې د پېښې له ځایه مړي او ټپیان میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي چې پکې ماشومان، امنیتي سرتېري او د پاخه عمر ولسي وګړي شامل دي.

تر اوسه د دغې پېښې ذمه واري هیچا نه ‌ده منلې.

نور راپورونه

جلال اباد کې د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهیر فاتحه

د موساخېلو اوسېدونکیو د نجونو تعلیم جبري کړ

طاهري: افغان او پاکستاني علماء د افغانستان پر سوله غونډې کوي

XS
SM
MD
LG