د لاسرسي ځای

تازه خبر

طاهري: افغان او پاکستاني علماء د افغانستان پر سوله غونډې کوي


د افغانستان سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د پراخو غونډو پر جوړولو سلا شوي دي چې پکې به د اسلام تر مقدس دین لاندې پر افغان سوله بحث کېږي.

سید احسان طاهري بېګا مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې ده چې په دې غونډو کې د دواړو هېوادونو سلګونه عالمان برخه واخلي، پاکستان د دې غونډو له جوړولو سره موافقه کړې ده. په دې غونډو کې به د افغانستان او پاکستان د ۲۰۰ او ۴۰۰ تر منځ دیني عالمان ګډون کوي او دا غونډې به په اسلام اباد او کابل کې جوړېږي.

طاهري دا و نه ویل چې دا غونډې به کله جوړېږي خو تېره جمعه یې په جکارتا کې د انډونېشیا، افغانستان او پاکستان عالمان سره سلا شوي ول چې د افغانستان د سولې لپاره به هڅې کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند همدا راز وویل چې د اسلامي همکاریو د سازمان په نوښت د سږني کال په جولايي کې د نړۍ د دیني عالمانو په ګډون په سعودي عربستان کې په جوړېدونکې غونډه کې به هم د اسلام له نظره د افغانستان د سولې او جګړې پر مسله بحث وشي.

په پنجشنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل هم په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې د درې واړو هېوادونو د دیني عالمانو بحثونه ګټور وبلل.

XS
SM
MD
LG